اشرف غني له کورونا سره د مقابلې لپاره د ايران د ملګرتيا قدرونه وکړه
افغان ولسمشر د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم په آنلائن غونډه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې يې له افغانستان سره خپلې پولې خلاصې پرېښودې دې لپاره چې هېواد د خوراکي موادو او تجارتي سامانونو له کمښت سره مخامخ نه شي قدرونه وکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون په دغه ويډيو کانفرنس کښې وويل چې د ايران اسلامي جمهوريت د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې له افغانستان سره خپلې پولې خلاصې پرېښودې او دا ملګرتيا د دې سبب شوه چې په افغانستان کښې خوراکي مواد او د سوداګرۍ نور سامانونه دستياب وي.
افغان ولسمشر د سيمې د ټرانزېټي څلورلارې په توګه د خپل هېواد رول ته په اشارې سره د هرات – خواف رېلوې لائن پروژه دغه هدف ته د رسېدو لپاره يوه مهمه پروژه وبلله.
اشرف غني د خپلې وېنا په دوام کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم له غړيو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره دې پائېدارې او هر اړخيزې صلحې ته په رسېدو کښې مرسته وکړي.
هغه همدارنګ د طالب ډلې په فعاليتونو باندې په نيوکې سره وويل چې دغې ډلې د خپلې ژمنې په خلاف عمل وکړ او نه يوازې يې تاوتريخوالي کم نه کړل بلکه نور يې هم زيات کړي دي.
اشرف غني په عين حال کښې په دې باندې په تاکيد سره چې افغان ځواکونه له هېواد څخه د دفاع لپاره چمتو دي وويل، طالب ډلې ته يوازې له څلور نه تر اته فيصده خلقو ملاتړ حاصل دے او افغان ولس د دغې ډلې ملګرتيا نه کوي.