د ارزګان ولایت دهراود ولسوالي طالبانو ونیوله
(last modified Sat, 12 Dec 2020 00:18:56 GMT )
Dec 12, 2020 04:48 Asia/Kabul
  • د ارزګان ولایت دهراود ولسوالي طالبانو ونیوله

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ بازار او یو شمېر دولتي ودانۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د یادې جګړې پر مهال ۵ کمانډو سرتېري وژلي او ۴ نور ټپیان دي او اوس هم د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

تاند خبري آژانس خبر ورکړې چې د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو قوماندان کبیر خان پرون خبریالانو ته ویلي چې له تیري شپې راهیسي وسله والو طالبانو دغلته پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

هغه پرون ماسپښین وویل چې جګړه لا روانه ده او تر دا مهاله پکې ۱۵ طالبان وژل شوي او یو ملي پولیس ټپي شوی دی.

دده په خبره چې د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ودانۍ له افغان دولت سره دي.

کبیر خان زیاتوي، دوه شپې مخکښې افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ په لنډیاني سیمه کې د طالبانو پر پټنځیو بریدونه کړي چې پر مهال ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي دي.

په ورته مهال ځینو ځایي سرچینو ویلي چې د دې بریدونو پر مهال درې ملکیان هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

خو د کمانډو ځواکونو قوماندان کبیرخان بیا دا خبرې ردوي او دا یې د دولت د مخالفینو تبلیغات بللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي او د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

 

ټیګونه