ګلبدین حکمتیار خلکو ته د وسلو د ورکولو غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 26 Dec 2020 00:19:37 GMT )
Dec 26, 2020 04:49 Asia/Kabul
  • ګلبدین حکمتیار خلکو ته د وسلو د ورکولو غوښتنه وکړه

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د امنیت د تامینولو په توجیه کښې په دوکه ورکونکو څرګندونو کښې په حکومت غږ وکړ چې خلک په وسلو سمبال کړي .

ګلبدین حکمتیار پرون په یولړ جنجال رامینځته کونکو څرګندونو کښې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له حکومت څخه وغوښتل خلکو ته د وسلو د ګرځولو اجازه ورکړي چې هغوې  د خپلوځانونو حفاظت وکړي .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې پلمې سره چې د کابل حکومت د امنیت په تامینولو کښې ناکامه دی وویل خلک باید په وسلو سمبال شي چې د مخالفانو په مقابل کښې د ځانونو دفاع وکړي .

له دې مخکې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته په سفر کښې د موقته حکومت د جوړولو او د اشرف غني د جایز حکومت د نسکورولو غوښتنه کړي وه خو د افغانستان شخصیتونو او چارواکو د هغه په دغو څرګندونو غصه څرګنده کړي وه .

د داعش د ترهګرې ډلې او د طالبانو د ملاتړي کس  ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د حزب اسلامي ګڼ شمیر غړي چې د حکومت له زندانونو څخه ازاد شوي دي همدا اوس د کابل له حکومت عسکرو سره په جنګونو بوخت دي چې دغه موضوع د افغانستان د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد ده .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په هغو کسانو کښې راځي چې د هیواد په څلویښت(۴۰) کلنو جنګونو او د خلکو په وژلو کښې مهم رول لري .

 

ټیګونه