په اروزګان ولايت کښې پينځه طالبان ووژل شول
Jan 04, 2021 16:40 Asia/Kabul
په اروزګان ولايت کښې د افغان فوځيانو په حمله کښې پينځه طالب ځواکونه ووژل شول.
د شين هوا خبري آژانس د رپوټ له مخې افغان فوځ نن د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل، دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې په ګېزاب سيمه کښې د فوځ د تلاشۍ په پوستو يې د حملې کوشش کوۀ چې د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې په نتيجه کښې يې څلور نور تنه ژوبل هم شول.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي چې په دغه حمله کښې د طالب ډلې د پټېدو دوه ځايونه او يوه اندازه وسلې او جنګي سازوسامانونه هم تباه کړې شول.