اشرف غني په افغانستان کښې په ثبات لرونکې صلحې تاکيد وکړ
(last modified Sat, 09 Jan 2021 10:27:19 GMT )
Jan 09, 2021 14:57 Asia/Kabul
  • اشرف غني په افغانستان کښې په ثبات لرونکې صلحې تاکيد وکړ

افغان ولسمشر په هېواد کښې د څلوېښت کلنيو جګړو د ختمولو په هدف سره د صلحې او ثبات په ټينګښت تاکيد وکړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني نن له سي اېن اېن سره په خاصه مرکه کښې وويل، زمونږ ټولنه يو موټے او د ثبات لرونکې صلحې غوښتونکې ده خو طالب ډلې تر اوسه صلح نه ده منلې او په سلګونو عامه وګړي او فوځيان د دغې ډلې په لاسو وژل شوي دي.

اشرف غني زياته کړه، که د طالب ډلې مقصد په صلحې په بهير تسلط وي او د طالب ډلې د واکمنۍ په زمانه کښې د قبرستان د ارامښت په شان صلح وي نو دغه صلح به بيا ناغوره عواقب په ځان پسې ولري.

افغان ولسمشر له انتخاباتو مخکښې د امريکې له خلقو څخه د ساتنې په اړه د امريکې د منتخب ولسمشر جوبائيډن د وېنا په تائيدولو سره دغه چاره د افغان ولس د سرساتنې لپاره خپله ذمه واري هم وبلله.

محمد اشرف غني واضحه کړه، په ۲۰۱۵  کال کښې په اقتدار کښې د هغه د راتلو له وخت نه په افغانستان کښې له څلوېښتو زرو زيات فوځيان او عامه وګړي وژل شوي دي.

 

ټیګونه