یوه شپه ورځ کې ۱۳ ناروغان مړه شوي
(last modified Tue, 12 Jan 2021 10:00:14 GMT )
Jan 12, 2021 14:30 Asia/Kabul
  • یوه شپه ورځ کې ۱۳ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې پرون په تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۳ تنه مړه شوي دي.

د شمېرو له مخې پرون په تېره شپه ورځ کې ۱۸۸۶ د کرونا مشکوکې نښې کتل شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښېو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ ته رسیږي چې له ډلې یې ۸۵۸۸ فعاله دي.
تازه پېښې ۱۱ کابل، ۸ هرات، ۲ بلخ، ۸ تخار، ۱پکتیا، ۱ دایکندي، ۲ غزني، ۳ بادغیس، ۳ بدخشان، ۲ لوګر، ۱ ۱ میدان وردګ، ۲ خوست او ۲ هم په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۳۰۱ تنه مړه شوي دي.

ټیګونه