په افغانستان کې د کروناویروس ۱۰۶ مثبتې پېښې
(last modified Wed, 13 Jan 2021 01:09:39 GMT )
Jan 13, 2021 05:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کروناویروس ۱۰۶ مثبتې پېښې

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون د سې شنبه یعنې د مرغومې په ۲۳ ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۰۲مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۰۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت پرون د سې شنبه یعنې د مرغومې په ۲۳ ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۰۲مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۰۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر پنځه لاکه درې زره او شپږ نوي ته پورته شوو.
همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۰۸ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۷۲ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۴۶۰۸ تنو ته لوړ شو.
د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلورو اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

ټیګونه