اشرف غني
د امریکې او طالبانو د صلحې موافقه مبهمه ده
د افغانستان ولسمشر د تیر ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د شوې موافقې ډیرې برخې مبهمې وبللې.
د افغانستان ولسمشر د تیر ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د شوې موافقې ډیرې برخې مبهمې وبللې.
محمد اشرف غني په یوه وینا کښې چې تیره شپه یې یوه برخه د افغانستان له ملي ټیلیویژن څخه خپره شوه، وویل: د دې موافقې د ابهاماتو په هکله مې په ځلونو له ځلمي خلیل زاد سره خبرې کړې دي.
خو اشرف غني د یادې موافقې د شکونو او ابهاماتو په هکله هیڅ وضاحت ونه کړ.
د ویلو ده چې د تیر میلادي کال د فرورۍ په ۲۹ نیټه د امریکې او طالبانو ترمینځ په قطر کښې یوه موافقه وشوه چط له مخې یې باید ټول امریکايي ځواکونو د روان کال تر اپریل میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.
د هم دغې موافقې له مخې د افغانستان له جیلونو څخه پنځه زره طالب زندانیان هم خوشې شول او افغان حکومت وايي چې هغوي بیرته د جنګ ډګر ته ستانه شوي دي.
په دې وروستیو کښې ځلمي خلیلزاد کابل ته سفر وکړ خو اشرف غني ورسره له ملاقاته انکار وکړ.