د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د ناټو له موقف نه ملاتړ وکړ
(last modified Wed, 17 Feb 2021 12:53:10 GMT )
Feb 17, 2021 17:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د ناټو له موقف نه ملاتړ وکړ

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د ناټو د موقف او په دغه هیواد کې د شرایطو پر بنسټ یې له دریځ څخه ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اونۍ وویل چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم، د سولې خبرې پيل او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

یاد وزرات نن ویلي چې افغان حکومت د زرګونو طالب بندیانو په ازادولو سره د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، خو وایي چې طالبان د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمخ بیولو لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

بیان کې راغلي:"د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان روانې سولې بهیر په اړه د ناټو له موقف او په افغانستان کې د دغه سازمان د شرایطو پر بنسټ دریځ څخه ملاتړ کوي.موږ یوځل بیا ټینګار کوو چې د "شرایطو پر بنسټ" دریځ، د سولې بهیر د بریا، د تیرو دوه لسیزو ولسواکي او بشري حقونو سختو لاسته راوړنو د ساتنې او په افغانستان کې زموږ د ګډو قربانیو د درناوی لپاره، خورا اړین دی."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو، د ترهګرو ډلو سره د خپلې اړیکې په پرې کولو، په ښه نیت سره د سولې خبرو ته دوام ورکولو او د خوشې شوي بندیان د جګړې ډګر ته د بیرته راستنیدو څخه په مخنیوي کې د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) وویل چې نړیوال ځواکونه به تر «مناسب وخت» پورې له افغانستان څخه ونه وځي.

 

ټیګونه