په افغانستان کښې د طالب ډلې د پسرليزو عملياتو د امکان په اړه خبردارے
(last modified Thu, 18 Feb 2021 00:53:10 GMT )
Feb 18, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د طالب ډلې د پسرليزو عملياتو د امکان په اړه خبردارے

په افغانستان کښې د امريکې او نېټو ځواکونو لوړرتبه قوماندان د دې په څرګندولو سره چې د طالب ډلې حملې زياتې شوې دي د دغې ډلې لخوا د پسرليزو عملتيا د شروع کېدو د امکان خبردارے ورکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل سکاټ مېلر ادعا وکړه د روان کال په ژمي کښې د طالب ډلې حملې د تېرو کلونو له دې موسم نه ډېرې سختې دي.

په داسې حال کښې چې د بين الافغاني صلحې خبرې اترې بندون ته رسېدلي دي او د افغانستان او طالب ډلې مذاکراتي ټيمونو له تېرې يوې مياشتې راهسې څه کتنه نه ده کړې مېلر ادعا وکړه چې دا موضوع مخ په وړاندې حرکت او د افغانستان لپاره د عطف تاريخي ټکي ته رسېدلو لپاره حالات نه رامنځته کوي.

په افغانستان کښې د نېټو او امريکې د ترهه ګرو فوځيانو لوړ رتبه قوماندان د دې په ويلو سره چې که تشدد او تاوتريخوالے کم نه شي نو د صلحې بهير به د دواړو لورو لپاره ډېر ګران  وي، همدارنګ د قطر په موافقه کښې له ټاکلي وخت نه زيات په افغانستان کښې د بهرنيو ترهه ګرو ځواکونو د شتون د دوام احتمال ته په اشارې سره زياته کړه، که طالبان موافقه خلاف ورزي شوې وبولي نو کېدې شي دغه ډله په بهرنيو ځواکونو حملې هم بيا شروع کړي. د قطر د موافقې له مخې په يو لړ امنيتي ژمنو باندې د طالب ډلې د پابندۍ په شرط د نېټو او امريکې ټول ترهه ګر ځواکونه پکار دے د روان ميلادي کال د اپرېل ترآخره پورې له افغانستانه ووځي.

 

ټیګونه