په کابل کښې د داعش او حقاني ګډه ترهه ګره ډله ونیول شوه
Feb 21, 2021 16:21 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو یې په کابل کې د داعش او حقاني نېټ ورک ګډه ترهه ګره ډله نیولې ده.
ملي امنیت ریاست وایي، دا پنځه کسیزه ترهه ګره او تکفيري ډله یې د کابل ښار د اومې ناحیې په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو په نتيجه کې نیولې ده.
په خپرپاڼه کې د نیول شوو کسانو نومونه جاوېد، احمد مرید، روح الله، عبدالحفیظ او عبدالجار ښودل شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د راکټونو په توغولو، د شهید مزاري پر مراسمو باندې په برید کولو او نورو ترهګریزو عملياتو کښې لاس درلود.
له دې وړاندې امرالله صالح هم د داعش او حقاني نېټ ورک تر منځ د نزدې تعلق لرلو خبر ورکړے و.
تر اوسه داعش يا حقاني ترهه ګرو ډلو په دې اړه غبرګون نه دے ښودلی.