په افغانستان کې د القاعدې ۱۶غړی هلاک شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97086-په_افغانستان_کې_د_القاعدې_۱۶غړی_هلاک_شوي_دي
د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي رحمت ا... اندړ د تیرې پنجشنبې په ورځې له القاعدې ډلې سره د اړیکو دغوڅیدا په باب د طالبانو ډلې د یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد ادعا رد کړې او وئيلي ئې وو ،طالبان له القاعدې سره مشترکه آئيډیالوجي لري او ددغې ډلې غړي دطالبانو په لیکو کې فعالیتونه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2021 09:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د القاعدې ۱۶غړی هلاک شوي دي

د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي رحمت ا... اندړ د تیرې پنجشنبې په ورځې له القاعدې ډلې سره د اړیکو دغوڅیدا په باب د طالبانو ډلې د یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد ادعا رد کړې او وئيلي ئې وو ،طالبان له القاعدې سره مشترکه آئيډیالوجي لري او ددغې ډلې غړي دطالبانو په لیکو کې فعالیتونه کوي .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي،د القاعدې دغه ترهه ګرد کاپیسا ولایت  په نجراب ولسوالۍ کې د پوځ  په پاکونکو عملیاتو کې وژل شوي او  شپږ نور ئې هم ټپیان شوي دي .

 په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ،چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو هم څوارلس کسان وژل شوي او څو کلي د وسلوالو  مخالفانو له وجوده پاک شوي او دغه راز د دوي زیات شمیر وسله او مهمات هم ولجه شوي دي .

له بل پلوه  د افغانستان په هرات ولایت کې هم دپولیسو له پُستې سره نزدې  په بم چاودنې کې څلور کسان ټپیان شوي دي

د افغانستان د ملی امنیت د شورا ویندوي رحمت ا...اندړد تیرې پنجشنبې په ورځې  له القاعدې ډلې سره د اړیکو دغوڅیدا په باب د طالبانو ډلې د یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد ادعا رد کړې او وئيلي ئې وو ،طالبان  له القاعدې سره  مشترکه آئيډیالوجي لري  او ددغې ډلې غړي  دطالبانو په لیکو کې فعالیتونه کوي .