په کابل کښې د حزب اسلامي د پلويانو مظاهرې
(last modified Fri, 05 Mar 2021 11:25:18 GMT )
Mar 05, 2021 15:55 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د حزب اسلامي د پلويانو مظاهرې

د افغانستان د حزب اسلامي پلويانو نن د دغه هېواد له بندي خانو نه د دغه ګوند د غړيو په نه ازادېدو احتجاجي مظاهرې وکړي.

د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې مظاهرچيانو د افغان حکومت په خلاف د نعرو په وهلو سره د اشرف غني له حکومته د ګلبدين حکمتيار د غوښتنو د پوره کېدو مطالبه وکړه.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر په بې شرمانه څرګندونو کښې د کابل حکومت ته ګواښ کړےدے چې که د دوحې د موافقهليک د احترام او د اقتدار د منتقلېدو په اړه غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو په نورو ښارونو کښې به هم پراخ احتجاجونه وکړي.

ګلبدين حکمتيار په دغو تحريکونکو او غولونکو څرګندونو کښې افغان حکومت ته لس ورځې فرصت ورکړ چې د هغه غوښتنې دې ومني ګنې په بل صورت کښې به د اشرف غني د استعفا غوښتنه وکړي.

د حکمتيار وېنا په داسې حال کښې مطرح کيږي چې هغه د خلقو ترمېنځ هيڅه ځائګے نه لري او خلق هغه د امريکې او داعش ترهه ګرې ډلې ګوډاګے بولي.

له دې مخکښې هم د افغانستان د حزب اسلامي مشر ويلي وو چې د دغه هېواد په حکومتي بنديخانو کښې د دغه ګوند په زرګونو بنديان د افغانستان د حکومت او حزب اسلامی ترمېنځ د دوه اړخيز موافقه ليک له مخې نه دي ازاد شوي.

 

 

ټیګونه