د افغانستان یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده
Mar 18, 2021 15:15 Asia/Kabul
د افغانستان په میدان وردګ ولایت کې دملي دفاع وزارت یوې څرخي الوتکې سقوط کړی
دمیدان وردګ ولایت په لومړۍ حصه (بهسود) ولسوالۍ کې دملي دفاع وزارت یوې څرخي الوتکې لویدلې.
ددې ولایت والي عبدالرحمان طارق رسنیو ته ویلي چې تیره شپه دا پیښه رامنځته شوې چې په ترڅ کې (۹) تنه وژل شوي .ویل کیږي چې په دغو نهو تنو کې پینځه پوځیان او څلور د عملې کسان دي.
نوموړی وایي چې ددې پیښې د څرنګوالي په اړه څیړنې پیل شوي کله چې څیړنې بشپړې شوې بیا به نور جزیات وروسته شریک کړي.
باید وویل شي دا لومړی ځل نه دی چې دافغانستان نظامي الوتکې سقوط کوي او لویږي تردې مخکي څوڅو ځله د یاد وزارت الوتکې د دې هیواد په مختلفو سیمو کې لویدلې چې علت یې د راپورونو په اساس زوړوالی یاد شوی.