افغانستان کښې د نوروز دستورې
(last modified Sun, 21 Mar 2021 03:17:27 GMT )
Mar 21, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د نوروز دستورې

سږ کال د نوروز جشن په افغانستان کښې د تیرو کلونو په پرتله په لازیات پرتم سره ترسره کیږي

سږ کال د نوروز جشن په افغانستان کښې د تیرو کلونو په پرتله په لازیات پرتم سره ترسره کیږي

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نوروز په فارسي ژبو هیوادونو کښې د ترټولو لرغوني او مهم تاریخي او ګډ جشن په توګه په افغانستان کښې هم ډیر مینه وال لري او هر کال په پوره ولولې او پرتم سره لمانځل کیږي.

افغانستان سږ کال بلخ د نوروز پایتخت اعلان کړی او ټاکل شوې چې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف او هم داشان په پلازمینه کابل ښارونو کښې د نندارتونونو په شمول، د نوروز په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شي.

په افغانستان کښې د نوروز دستورې تقریباً د ایران  نوروزي دستورو ته ورته دي.

خو له بده مرغه سږ کال هم په افغانستان کښې نوروز د تیرو کلونو په شان له امنیتي خطرونو او ګواښونو سره مخامخ دی.

 

ټیګونه