په افغانستان کښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کښې ۱۰۴ طالبان وژل شوي
Apr 06, 2021 16:23 Asia/Kabul
دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.
له یاد وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي، په یاده موده کې په غزني، زابل، هرات، فراه، بادغېس، فاریاب، بلخ، هلمند، بدخشان او کندهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کښې ۱۰۴ طالبان وژل شوي او ۶۸ نور ژوبل شوي دي.
د خبرپاڼې له ليکنې له مخې، په ترسره شوو بریدونو او نښتو کښې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.همدارنګه ۱۶۸ ماینونه شنډ کړې شوي دي.طالبانو بیا ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو تبصره نه ده کړې.