افغانستان کښې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ووښته
(last modified Wed, 14 Apr 2021 02:57:46 GMT )
Apr 14, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې طالبانو ته  درنه مرګ ژوبله ووښته

د افغانستان د دفاع وزارت په دریو ولایتونو کښې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ.

له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي، افغان هوایي ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ، د بغلان په دهنه غوري او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې په وینا، په دغو بریدونو کې ۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو بریدونو په مهال د طالبانو ګڼې وسلې او فوځي سازوسامانونه هم له منځه وړل شوي دي. خوطالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه