د بهرنیو عسکرو وتو ته له وړاندې چمتو یوو
(last modified Wed, 21 Apr 2021 01:54:32 GMT )
Apr 21, 2021 06:24 Asia/Kabul
  • د بهرنیو عسکرو وتو ته له وړاندې چمتو یوو

د افغانستان ولسمشر واضحه کړه چې له هېواد نه يې د بهرنيو فوځيانو وتلو ته له مخکښې چمتووالی ټينګ کړے دے.

د افغان رسنيو له مخې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی له خپل هېواده د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو اعلام د لوبې بدلون بولی او وایی: دا هغه څه وو، چې طالبانو او نورو یې فکر نه‌کوۀ، خو دا یې له وړاندې محاسبه کړې وه او له دوو کلونو وړاندې یې ورته بشپړ چمتووالی نیولی ؤ.

ولسمشرمحمد اشرف غنی له سی‌اېن‌اېن سره په مرکه کې د امریکایی او نېټو عسکرو وتل فرصت بللی او یو ځل بیا یې په طالبانو او پاکستان غږ کړے، چې د آسیا زړه کې له ارامۍ او ورانۍ څخه یو وټاکی.ولسمشر غنی دا ډاډ هم ورکړ، چې د بهرنیو عسکرو په وتو سره به د افغانستان نظام له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه‌شی. ده وویل، افغان ځواکونه په ځانګړی ډول کمانډویان او هوایی ځواک د جمهوریت د ملا د تیر حیثیت لري او کولې شی له خپل نظام ساتنه وکړي.اشرف غنی یو ځل بیا روان حالت د طالبانو او پاکستان لپاره د انتخاب شېبه وبلله او زياته يې کړه (( اوس د بیا ځلی محاسبې وخت دے. زموږ لپاره دا فرصت دے، خو د طالبانو او پاکستان لپاره د انتخاب شېبه دهچې د آسیا زړه کې د ارامۍ او اوربند لپاره د نړیوال باورمند شریک او که  د ګډوډن کونکي په توګه رول ولوبوی. د طالبانو هغه بهانه ،چې په افغانستان کې بهرني عسکر موجود دي، ختمه شوې دد، دا جګړه نور دیني مشروعیت او روا والی نه‌لری او یو سیاسی جوړجاړي ته ضرورت دے . اوس توپ د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په میدان کې دی.))جمهور رییس غنی یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک په لېږد د ټینګار ترڅنګ له سیاسی لارې د روانې شخړې د حل خبره وکړه: (( هغه څه چې زه‌یې د دوی لپاره خوښوم دا دي، چې د تعلقاتو نوے باب پرانیستل شي ،چې له مخې یې سیاسی ملی سیسټم جوړېږی، چې دوی ته د دولت، ټولنې او اقتصادو کښې د ادغام لار پرانیزي. موږ به د لنډې مودې لپاره د سولې حکومت جوړ کړو ،چې وروسته ټاکنو ته لاره خلاصوي. دا ټاکنې به د نړیوالو تر څارنې لاندې کېږي. موږ د تېرو ۴۰ کلونو په خاصه توګه د تېرو ۲۰ کلونو شخړو د حل لپاره هوکړې ته اړتیا لرو او د سولې هر ډول توافق باید زموږ تاریخی لویه جرګه کې تایید شي.))

 

ټیګونه