اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتنې د پیلیدو هرکلې وکړ
د افغانستان ولسمشر له خپل هیواده د بهرنیو نیواکګرو پوځیانو د وتلو د شروع کیدو هرکلې کړی دی.
د افغانستان ولسمشر له خپل هیواده د بهرنیو نیواکګرو پوځیانو د وتلو د شروع کیدو هرکلې کړی دی.
محمد اشرف غني د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو د استازو په کتنه کښې له دغه هیواد څخه د بهرنیو پوځیانو وتل د کابل په ملي، سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو کښې د بیا کتنې لپاره یو فرصت وباله او په راتلونکو دوو کلونو کښې د دغه هیواد د اداره کولو په موخه د یوې جامع طرحې د وړاندې کولو لپاره په هلوځلو یې ټینګار وکړ.
د افغانستان ولسمشر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د افغانستان د مهمو مسائلو په تیره بیا په دغه هیواد کښې د پایدارې او عادلانه صلحې د ټینګښت لپاره د سراسري اجماع په هکله خپل پروګرامونه وړاندې کړي.
د ویلو ده چې پرون له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتنې له پیلیدو سره هم مهاله په هلمند ولایت کښې د دغه هیواد یوه پوځي اډه په رسمي توګه د افغانستان د ملي اردو ځواکونو ته وسپارله شوه او د امریکې بیرغ ترې کوز کړې شو.
د امریکې ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کښې ویلي چې د دغه هیواد پوځیان به د روان ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر ۱۱ نیټې له افغانستانه ووځي.