افغان فوځ ته په هلمند کښې د يوې امريکائي فوځي اډې سپارل
(last modified Mon, 03 May 2021 11:20:00 GMT )
May 03, 2021 15:50 Asia/Kabul
  • افغان فوځ ته په هلمند کښې د يوې امريکائي فوځي اډې سپارل

دافغانستان په هلمند ولايت کښې د امريکائي فوځيانو يوه اډه په رسمي توګه افغان فوځي ځواکونو ته وسپارل شوه او د امريکې بېرغ ترې لاندې راکوز کړے شو.

د افغانستان د فوځ ۲۱۵ لښکر مطبوعاتي دفتر په يوې بيانيې کښې وويل: د هلمند ولايت په شورابک ولسوالۍ کښې د امريکائي فوځيانو يوه اډه افغان فوځ ته حواله کړې شوه او ټاکل شوې ده خاص افغان ځواکونه په دغه اډه کښې ځاے پرځاے شي.

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار حمدا... محب له دې مخکښې په کابل کښې په يواخباري کانفرنس کښې  ويلي  وو، چې په شورابک کښې د امريکائي فوځيانو اډه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي او امريکائي ځواکونه به بګرام اډې ته منتقل شي.

له افغانستانه د امريکنيانو په شمول د بهرنيو نيواکګرو فوځيانو له وتلو سره په يو وخت په کابل او د افغانستان ځينو نورو سترو ښارونو کښې افغان فوځيان د تيارۍ په حال کښې راغلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړيو په کتنه کښې له افغانستانه د بهرنيو فوځيانو وتل ملي، سيمه ايزو او او نړيوالو سياستونو ته د بياکتنې لپاره يو فرصت وبلۀ.

له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو د بهير شروع کېدل به چې د دغه هېواد د ولسمشر جوبائيډن د ادعا له مخې د روان ۲۰۲۱ کال تر ستمبر پورې به خاتمې ته اورسي د افغانستان د امنيتي بدلونونو په بهير کښې د عطف يو ټکے وي.

البته په اوس حال کښې امريکائي فوځيان د افغانستان په ولايتونو کښې د ځينو اډو په خالي کولو سره بلې اډې ته منتقليږي او يو ډول ځاے پرځاے کېدل ترسره کيږي چې په داسې صورت کښې په افغانستان کښې هيڅ يو امريکائي ځواک له دغه هېواده بهر نه ووځي.

نو ځکه هغه وخت چې له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل معنا پېدا کوي چې هغوي له دغه هېواد ووځي.

د امريکې حکومت په داسې حالاتو کښې له افغانستانه د خپلو فوځيانو د وتلو فېصله کړې ده چې د دغه هېواد په شل کلنۍ قبضه کښې يې خپل غولونکي شعارونه په خاصه توګه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د طالبانو د پېزواني کولو شعارونه عملي نه کړې شول.

په افغانستان کښې د امريکې او نېټو فوځيانو له شتون څخه د دوو لسيزو په تېرېدو سره نه يوازې په دغه هېواد کښې تشدد او ترهه ګرۍکنټرول نه شوه بلکه په افغانستان کښې ناامني او بې ثباتي لا زياته شوې ده چې دا دغه مسئله له دغه هېواد نه په بهر کښې د نااراميو د رامنځته کېدو سبب شوې ده.

 

دا وړومبے ځل نه دے چې د امريکې فوځ د يو قبضه کړې شوي هېواد له خاورې څخه له اوږدو کلونو وروسته د ماتې په خوړلو سره ووځي.

د امريکې فوځ په ۲۰۰۳ کال کښې په عراق باندې له حملې وروسته بالاخره په ۲۰۱۰ کال کښې له دغه هېواد څخه په وتلو مجبور شو.

که د امريکې حکومت تر ستمبر پورې له افغانستانه د خپلو ټولو فوځيانو د وتلو په ادعا باندې پابند اوسي نو اټکل کېدې شي چې د دغه هېواد لپاره به د دغه وتلو امنيتي،سياسي او اجتماعي اثرات د پام وړ وي.

په امنيتي برخه کښې په افغانستان کښې د امريکې د فوځ خپل سري او يواړخيزو اقداماتو د دوام ختمېدل په افغانستان کښې د بهرنيو فوځيانو په عملياتو کښې د عامه خلقو د قتل عام د ختمېدو سبب شي.

په سياسي برخه کښې هم له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د شتون او قبضي په ختمولو سره د افغانستان په کورنيو چارو کښې د سپينې ماڼۍ د غېرقانوني مداخلتونو زمينه هم تړل کيږي او د افغانستان ملي حاکميت به پياوړے شي.

له دې نه علاوه که امريکه له افغانستانه د وتلو لپاره په خپل شعار کښې صداقت ولري نو دغه اقدام د صلحې د خبرو اترو لپاره يوه زمينه کېدې شي چې طالبانو له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو له بشپړه وتلو سره مشروط کړې دي.

---------

 

ټیګونه