پر سیمه ایز امنیت د ایران، چین او روسیې د همکاریو پرېکنده اغېزه
(last modified Mon, 22 Jul 2024 11:37:37 GMT )
Jul 22, 2024 16:07 Asia/Kabul
  • پر سیمه ایز امنیت د ایران، چین او روسیې د همکاریو پرېکنده اغېزه

په نړیوالو چارو کې د ایران د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي په ایران کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ایران، روسیې او چین ترمنځ همکاري، لکه د ګډو تمرینونو په څېر، بې له شکه د امنیت او برخلیک لپاره ګټور دي.

په دې کتنه کې ولایتي د ایران او چین ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت په ټینګار سره وویل، چین د خپل اطلاعاتي پراختیا پلان، په ځانګړې توګه د یو کمربند او یوې لارې پروژې په چوکاټ کې تعقیبوي او په دې تړاو د ايران له ظرفيتونو څخه استفاده او له دغه هېواد څخه تيرېدل، په جدي توګه د اجنډا په سر کې دي او بايد تعقيب شي.

دا په دې معنا ده چې د ايران اسلامي جمهوريت د نړۍ د ټرانزيټي څلور لارې په توګه، په نړيوالې تبادلې او ټرانسپورټ کې پرېکنده رول لري او د چين د يو کمربند او يوې لارې پروژه هم له دغه ظرفيت څخه ګټه پورته کوي. د 25 کلن ستراتیژیک تړون پر بنسټ، ایران او چین هڅه کوي چې د سوداګریزې تبادلې د کچې د ښه کولو لپاره له ټولو شته ظرفیتونو څخه کار واخلي.

د سياسي چارو کارپوه لي وان تيي په دې اړه وايي:

ايران او چين د ورېښمو د لرغونې لارې په تمدن کې دوه هېوادونه دي او د دغې لرغونې لارې په راژوندي کولو سره هڅه کوي چې د نړيوالو ارتباطي لارو چارو نوښت په لاس کې واخلي. د ورېښمو د زړې لارې د نفوذ لپاره د هند، امریکا او اروپا راتګ ته په پام سره، په دې مسله کې د ایران او چین ترمنځ همکاري ورځ تر بلې د پام وړ معنی پیدا کوي.

له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې باید اجازه ورنکړل شي، په سیمه کې رامنځته شوې پېښې د چین او ایران اړیکې اغېزمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د ولایتي او د چین د سفیر ترمنځ په کتنه کې، په درېیو ټاپوګانو کې د ایران د حاکمیت حق په تړاو، د ایران د اسلامي جمهوریت پر دریځونو هم ټینګار وشو، چې د ایران د بوموسی، لوی تنب او کوچني تنب درې ټاپوګان، له ایران سره دایمي تړاو لري او د ایران د اسلامي جمهوریت د خاورې نه جلا کېدونکې برخه ده.

په هر صورت، د ایران د اسلامي جمهوریت او چین تر منځ اوږدې کلتوري، تاریخي او دوستانه اړیکي دي او یو پر بل باندې ډېرې مثبتې تاریخي، اقتصادي او کلتوري اغېزې لري او نن ورځ به هم د دې لارې په بیا احیا کې له یو بل سره همکاري وکړي.

خو په دې کې شک نشته چې د شانګهای په ګډون، په مختلفو ډګرونو کې د ايران، چين او روسيې د اړیکو پراختيا به، دوامداره او مهمې اغېزې ولري، چې اغېزې کولای شي د سيمې د امنيت په تامينولو کې ووینو. له دې امله، هغه همکاري چې ایران، روسیه او چین په سیمه کې لري، لکه د ګډو تمریناتو ترسره کول، بې له شکه د سیمې د امنیت او برخلیک لپاره خورا مهم دي او ایران په سیمه کې د یو مهم هېواد او همدارنګه د اسلامي نړۍ د محور په توګه، د همکارۍ د لا پراختیا لپاره چمتو دی، په ځانګړې توګه دا چې دا همکاري د لوېدیځې آسیا په سیمه کې لا زیاتې فعالې شي.

له بلې خوا، ایران او چین د روسیې ترڅنګ چې ځانونه د سیمې د امنیت او ثبات د رامنځته کولو مسئول ګڼي، باید خپلې اړیکې محدودې نه کړي، بلکې پر سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو باندې دغه نفوذ باید دوامداره وي، چې له دې ډلې څخه کولای شو په غزه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته اشاره وکړو، چې له هغوی سره د مقابلې لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

ټیګونه