د بیلجیّم ځوانان وائي د ایران د رهبر پیغام ورباندې ډيرې اغیزې شیندلي
د بیلجیّم ډیرو ځوانانو د ایران داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه لیک کې څه موده مخکې په امریکائي او اروپائي پوهنتونونو کې د غزې له خلکو سره د پيوستون د مظاهرو په ملاتړ کې ددوي څه مودې مخکې لیک له زړه قدرونه کړې او وئيلي ئې دي ،د تاسو د بلنې پیغام ورباندې ژورې اغیزې کړي دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیید علی خامنه اي له دې مخکې د امریکا او اروپاپه پوهنتونونو کې د فلسطین د خلکو په ملاتړي وجدان سره محصیلینو ته د خطاب په یوه لیک کې ددغو محصیلینو له صهیونیسټ ضده اعتراضونو سره په همدلۍ او پیوستون څرګندولو سره دوي د مقاومتي جبهې یوه برخه بللي او د لویدیدځي آسیا حساسې سیمې برخلیک او د وضعیّت بدلیدا ته پّ اشارې سره ئې ، دنړۍ دتاریخ دپاڼې پر بدلیدا ټينګار کړی ؤ.
په عین حال کې مهر خبری آژانس راپور ورکړی، د بیلجیّم ځوانانو د هغه لیک په ځواب کې، حضرت آیت ا... خامنه اي ته په یوه لیک کې د امریکا او اروپا په پوهنتونونو کې د غزې له خلکو سره د پیوستون له مظاهرو په ملاتړ کې د دوي د څه موده مخکې فرمایشاتو څخه په زړه سره د قدرونې په ترڅ کې لیکلي دي، د بیلجیّم ځوانان عدالت غوښتنې ، د حقیقت لټوَنې او هم د نړۍ له کړیدلو او د فلسطین آرمان ته نه لړزیدونکي ژمنتیا ته د دتاسو د بلنې پیغام پر مونږ ډيرې ژورې اغیزې شیندلي دي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ته د بیلجیّم د ځوانانو په لیک کې راغلي دي؛د متقابل درک ، عدالت او له هغو پیچلو چیلنجونو سره په مخامخیدا کې د پیوستون لپاره د تاسو نه ستړیکیدونکي هڅې چې ورسره مخامخ یوو، له ډير اساسی اهمیّته برخمنې دي او مونږ ټول کلک هوډ لرو د اسلام په نسبت خپل درک لا ژور کړو.
همداراز په دغه لیک کې د فلسطین دملاتړ لپاره د امریکائي او اروپائي محصلینو خوځښت ، په نړۍ کې د بې عدالتیو په نسبت دلویدیځي ځوانانو د پوهیدا ښودونکي بللی او ټينګار شوی دی چې په لیوالتیا سره ددغو رغنده ملګرتیاؤ او دله روحیې ډ کو خبرو د مبادلې ددوام په تمه یوو.
یاده دې وي چې دغه لیک په انګریزي ،فارسي ، فرانسیسي او عربي ژبو سره او د LETTER4LEADER په هشتګ سره خپور شوی دی.