پوتین او بشاراسد په مسکو کې سره لیدلي
Jul 26, 2024 14:37 Asia/Kabul
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.
د فرانسې خبري آژانس پرون، راپور ورکړی وو چې پوتین په کرملین کې د بشارالاسد کوربه وو.
دواړو ولسمشرانو «په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا د زیاتېدو» په تړاو خبرې کړې دي.
پوتین تر دې وړاندې ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او وضعیت په سوریه کې هم ورته دی.
هغه ویلي وو، چې ټاکل شوې ده، په دې تړاو له بشارالاسد سره خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې د مسکو او سوریې د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده او په نړۍ او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل کېږي.
سوریه د روسیې له اوږدمهالو متحدینو څخه ګڼل کیږي.