د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ برخلیک به له «کډولۍ» پرته بل څه نه وي
(last modified Sat, 27 Jul 2024 00:57:43 GMT )
Jul 27, 2024 05:27 Asia/Kabul
  • د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ برخلیک به له «کډولۍ» پرته بل څه نه وي

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند پرون د مرصاد عملیاتو په کلیزه کښې وویل: د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په شان له ایران سره د خیانت کونکو برخلیک به بې له بې ځایه کیدو او کډولۍ بل څه نه وي.

ناصر کنعاني چافي پرون د مرصاد عملیاتو په کلیزه کښې وویل: منافقین چې له کلونو راهیسې په اروپا کښې کډه په سر دي او د امریکې، صهیونیسټاني رژیم او د بشري حقوقو د ځینو نورو مدعي اروپايي هیوادونو له خوا یې ملاتړ شوی او ورڅخه اوزاري استفاد کیږي، په وینو سره لاسونه او له جنایتونو ډکه او شرمناکه کارنامه لري.

هغه زیاته کړه چې منافقینو د ایران د خلکو د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونو کښې له ۱۷ زرو زیات ایراني ښاریز وژلي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: د هغو کسانو برخلیک چې د ایران د ولس د دښمنانو په ملاتړ له ایران سره له خیانت وروسته یې په خپلې مورنۍ خاورې او وطنوالو بریدونه وکړل، بې له کډوالي او له هغه څه چې په «مرصاد» عملیاتو کښې یې تجربه کړل، بل څه به ونه لري.

د ویلو ده چې مرصاد عملیات په داسې یوه ورځ یعنې د ۱۹۸۸ کال د جولایۍ په ۲۷ نیټه، د ایران د لویدیځ په کرمانشاه ولایت کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ خلاف چې د صدام رژيم له خوا یې ملاتړ کیده، ترسره شول او په کښې څه باندې ۴ زره ۸۰۰ منافقین مړه او ژوبل شول.

 

ټیګونه