پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته اسلام ته د لېوالتیا زیاتوالی
(last modified Wed, 31 Jul 2024 10:53:06 GMT )
Jul 31, 2024 15:23 Asia/Kabul
  • پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته اسلام ته د لېوالتیا زیاتوالی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته اسلام ته د لېوالتیا زیاتوالي په تړاو له یوه (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د راپورونو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د برید له پیل راهیسې، په اروپا کې اسلام ته د لېوالتیا کچه، څلور برابره لوړه شوې ده. دا مسله په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ویډیوګانو په کتلو سره په ښه توګه درک کولای شو، چې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې له پیل راهیسې خپرېږي، چې پکې لوېدیځوال د فلسطیني خلکو د مقاومت په راز د پوهېدو لپاره، د قرآنکریم لوستلو ته لېوالتیا څرګندوي.

اټکلونه ښیې چې د دې پېړۍ تر نیمایي پورې به، مسلمانان د اروپایي ټولنې د نفوس پنځمه برخه جوړوي.

دا وړاندوینې د پیو څیړنیز مرکز لخوا د یوې څېړنې له مخې تقویه شوي چې وړاندوینه کوي، تر 2050 پورې به په آلمان کې د مسلمانانو تناسب 20 سلنه، په فرانسې کې 18 سلنه او په بریتانیا کې 17 سلنې ته ورسېږي.

په دې څېړنه کې چې سرلیک یې دی، (په اروپا کې د مسلمانانو نفوس به کله او په کوم هېواد کې اکثریت وي؟) دوی دې نتیجې ته رسېدلي چې د احتمالي سناریو په اساس به، په راتلونکو سلو کلونو کې په سویډن، فرانسې او یونان کې مسلمانان اکثریت شي. په بلجیم او بلغاریا کې دا تمه ده چې دا پېښه نږدې 115 کاله وروسته رامنځته شي، په داسې حال کې چې دا بدلون به په ایټالیا، لوګزامبورګ او انګلستان کې شاوخوا 150 کاله وخت ونیسي.

اټکل کېږي چې فرانسه د لویو اروپایي هېوادونو په پرتله د مسلمانانو ترټولو لوی تناسب لري. د فرانسې د احصایې او اقتصادي مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا، د 2023 کال د جون د یوې څېړنې له مخې، 10 سلنه د فرانسې خلک ځانونه مسلمان ګڼي، په داسې حال کې چې نور اټکلونه ښیي چې ممکن دا شمېر تر 15 سلنې پورې لوړ وي.

د ترکیې ورځپاڼې «یني شفیق» (Yeni Shafiq) هم په دې وروستیو کې په خپله ویبپاڼه کې د لسګونه هغه آسټرالیایي ښځو یو کلیپ خپور کړی، چې د غزې د خلکو د استقامت تر اغېزې لاندې یې اسلام قبول کړی دی. ورځپاڼې تایید کړې چې د آسټرالیا په میلبورن ښار کې د میډو هایټس (Meadow Heights) په جومات کې یوې ډلې ښځو اسلام قبول کړی دی. د دې ورځپاڼې په وینا، د فلسطینیانو استقامت او ایمان، آسټرالیايي مېرمنې حیرانه کړې او دوی یې هڅولي چې اسلام وپېژني او په اسلام ایمان راوړي.

په دې وروستیو اونیو کې په ټیک ټاک ټولنیزه شبکه کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې ځوان امریکایان په ځانګړې توګه، ځوانې ښځې په خوښۍ سره قرآن کریم لولي او د هغې له محتوا څخه دومره حیران شوي، چې ځینو یې د اسلام منلو پریکړه کوي او ایمان راوړي.

د غزې د مظلومو خلکو انځورونه چې د اسرائيلو د تېر اکتوبر له جګړې وروسته په رسنيو کې خپاره شول، د ځينو امريکايي اتباعو لېوالتيا د اسلام او قرآن له لارښوونو سره ډېره زياته شوې ده. په ځانګړې توګه د Z د نسل پرمختللي ځوانان، چې په قرآن کې ځینې مفهومونه موندلي، چې دوی ته خورا زړه راښکونکي وو.

د دې ډلې مشهوره استازې میګن رایس (Megan Rice)، یوه ځوانه افریقایي الاصله امریکايي ښځه ده، چې یوه میاشت وړاندې یې په ټیک ټیک ټولنیزه شبکه کې یو پوسټ پورته کړ، چې پکې یې د اسرائیلو د بشریت ضد جنایتونو پر وړاندې د فلسطیني ولس د مقاومت ستاینه کړې وه.

ځینو ورته دا سپارښتنه وکړه چې د ایمان او مقاومت د سرچینې د پوهېدو لپاره، قرآن ولولي او رایس ژر د قرآن لوستل پیل کړل. هغې د قرانکریم سورتونه او آیاتونه او د هغوی تفسیرونه آنلاین مطالعه کړل. هغې وروسته "د نړۍ د مذهبي کتاب لوستونکو" کلب تاسیس کړ، هرڅومره چې رایس قرآن مطالعه کړ، هغه پوهه شوه چې د هغه محتويات د هغه له باورونو سره څومره مطابقت لري.

رايس همدارنګه دې نتيجې ته ورسېده چې قرآن د مصرفي کلتور خلاف، د ظلم پر ضد او د ښځو ملاتړی دى، يوه مياشت وروسته، رايس مسلمانه شوه.

رایس یواځینۍ ښځه نه ده چې په قرآن پوهېدل غواړي. په ټیک ټاک ټولنیزه شبکه کې، یو شمېر ځوانانو د هغه دین په اړه د ښه پوهاوي ترلاسه کولو په موخه، چې معمولا په لوېدیځو رسنیو کې نوم بدی شوی او همدارنګه د غزې له مسلمانانو سره د پیوستون څرګندولو په موخه، د دې کتاب لوستل پیل کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه وايي چې په ټیک ټاک ټولنیزه شبکه کې د "قران بوک کلب" (quranbookclub) هشټګ سره خپاره شوي ویډیوګانې، تر اوسه پورې 1.9 میلیون ځله کتل شوي دي او له دې هشټګ سره ډېری کاروونکي د نوي پیرل شوي قرآن کتابونو سره، د ځان عکسونه او ویډیوګانې شریکوي او د آیتونو تلاوت کوي.

د ګارډین د لیکنې له مخې، یو شمېر نورو ځوانانو په انټرنیټ کې د دې کتاب وړیا نسخې موندلي او یا یې  کار ته د تلو لپاره د موټر چلولو پر مهال د قرآن کریم آیاتونه اوري. ټول هغه کسان چې په TikTok کې قرآن لولي، ښځې نه دي، خو په  #BookTok-Space کې د کتابونو په اړه بحث کولو لپاره د کاروونکو اکثریت، ښځې دي. زرینا ګریوال (Zarina Grewal) په ییل پوهنتون (Yale University) کې استاده ده. هغه د امریکا په کلتور کې د اسلام د سپېڅلي کتاب او مذهبي زغم په اړه د یوه کتاب د لیکلو په حال کې ده. هغې وویل چې په ټیک ټاک کې له اسلام سره علاقه کومه نوې خبره نه ده.

ګارډین لیکي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، د قرآنکریم خرڅلاو په چټکۍ سره زیات شو. په هغه وخت کې امریکایانو دا کتاب په اسلام کې د تاوتریخوالي په اړه د غربي رسنیو د سپارښتنو په تړاو پېرلو. خو دا ځل توپیر دا دی، چې امریکایان د اکتوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس د برید د لامل د پوهېدو لپاره قرآن ته مراجعه نه کوي، بلکې دوی د حیرانوونکي مقاومت، ایمان، اخلاقي ځواک  د پېژندلو او هغه شخصیت چې دوی په فلسطیني مسلمانانو کې ویني، قرآن ته رجوع کوي.

ګارډین لیکي چې په قرآنکریم کې نارینه او ښځې د خدای په نظر کې مساوي دي، رایس او نور هغه کسان چې په ټیک ټاک کې خپل مذهب یې بدل کړی او اسلام یې قبول کړی، وايي چې د دې کتاب متن د دوی له فمینیسټي اصولو سره مطابقت لري.

د ګارډین د لیکنې له مخې، په قرآنکریم کې د خلقت لپاره علمي توضیحات شتون لري او د دې کتاب ځینې آیتونه د خلقت په اړه علمي نظریاتو ته پوښښ ورکوي.

رایس وايي: "معمولا، موږ دې نظر ته عادت شوي یو چې مذهبي ټولنې له علم سره مقابله کوي. اوس زه له یوه داسې دین سره آشنا شوم چې له علم څخه هرکلی او د علم د ملاتړ لپاره له خپلو سپېڅلو متنونو څخه استفاده کوي." ګارډین د دې راپور په پای کې لیکلي چې د رایس لپاره د قرآن کریم لوستل، د غزې په جګړه کې له ښکېلو فلسطینیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره پیل شول، خو اوس د هغه د ژوند له مهمو فعالیتونو څخه ګرځېدلی دی.

د الجزیرې قطر ټلویزیون مشهور مصري خبریال احمد المنصور (Ahmed al-Mansour) په یوه مقاله کې لیکلي: په غزې تړانګه کې وروستي بدلونونه او د جګړې په ډګرونو کې د فلسطینیانو د تعامل او له اسرائیلي بندیانو سره د چلند څرنګوالی، د اسلام یو روښانه او ښکاره انځور څرګند کړی دی. هغه د اسرائيلو او غربي رژيمونو له خوا د اسلام د تصوير د خرابولو او له اسلام څخه د وېرونې د څپې د خپرېدو په اړه په اشارې سره وويل، د غزې تړانګې خلکو دغه زهرجنې هڅې شنډې کړې او د دې لامل شول، چې د اروپا او امریکا د خلکو لیدلوری په مثبت ډول اسلام ته واړوي.

په دې مقاله کې، مصري لیکوال په اروپا کې د اسلامي ټولنې د اتحادیې د مشر "عبدالله بن منصور" (Abdullah bin Mansour ) څرګندونې د سند په ډول بیانوي چې ویلي دي: " په غزې تړانګه کې د تیري له پیل راهیسې، اسلام ته د لېوالتیا د یوې لویې څپې شاهدان یو، چې په تېرو څلویښتو کلونو کې بې سارې خبره ده. په داسې ډول چې د هغه کسانو شمېر چې اسلام مني، هره ورځ له ۸۰ څخه تر ۴۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

دغه مقاله زیاتوي: د غزې د خلکو صبر، سکون، باور او اعتماد، چې د خپلو عزیزانو او خپلو کورونو له ستونزو او کړاوونو سره مبارزه کوي، د فرانسې او نورو اروپايي اتباعو په ذهنونو کې دا پوښتنه پیدا کړې، چې د دې ټولو سکون او صبر لامل څه دی؟! او دوی د خپلې پوښتنې ځواب يې په اسلام او قرآن کې موندلی دی.

په هسپانیه کې د اسلامي ټولنې مشر په غزه کې د بدلونونو او د صهیونزم پر وړاندې د نړیوالې بیدارۍ د اغېزو په تړاو وايي: پر غزې باندې د اسرائیلو بریدونو په اسپانیا کې له اسلام سره مینه زیاته کړې ده.

ډیل پوزو (del pozo) زیاتوي: اروپایانو د غزې له وروستي کړکېچ وروسته، د لومړي ځل لپاره د حقیقت په لیدلو پیل وکړ. په هسپانیه کې د دغه سیمه ایز مسلمان مشر په وینا، د فلسطین مسلې د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې راپورته کړې او د فلسطین مسلې د هغو مسلمانانو لپاره خواخوږي پیدا کړې، چې پخوا د اسلام په اړه هېڅ نه پوهېدل.

همدارنګه، د امریکا مشهور بلاګر، ابي حافظ (Abi Hafez) هم د اسلام د منلو اعلان وکړ او ویې ویل چې د غزې د خلکو استقامت او هغه څه چې په فلسطین کې رامنځته شول، د هغه په ​​ژوند او بدلون کې، یو مهم ټکی دی.

حافظ له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې د ده د اسلام منلو پریکنده نقطه، هغه جنایتونه وو، چې په فلسطین کې شوي دي.

دغه مشهور بلاګر تایید کړه چې د غزې د خلکو په منځ کې د استقامت او یقین نښو، هغه وهڅولو چې په قرآنکریم په پوهېدو سره چې د همدې استقامت سرچینه ده، څېړنه او تحقیق وکړي.

ابي حافظ څرګنده کړه چې د امریکا مسلمانان د غزې د خلکو ملاتړ او د هغوی لپاره دعاګانې کوي، او په دې باور دي چې خدای به هغوی ته ژر امید او امنیت ورکړي.

ژباړه: زماني