بنګلدېشي لاریونوال: د نوبل جایزې ګټوونکي محمد یونس پرته بل څوک د مؤقت حکومت د مشر په توګه نه منو
(last modified Tue, 06 Aug 2024 11:13:15 GMT )
Aug 06, 2024 15:43 Asia/Kabul
  • بنګلدېشي لاریونوال: د نوبل جایزې ګټوونکي محمد یونس پرته بل څوک د مؤقت حکومت د مشر په توګه نه منو

د بنګله دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا او فرار وروسته لاریون کوونکو زده کړیالانو د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس ته وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د موقت حکومت مشري وکړي.

پرون په دغه هېواد کې له شاوخوا یوې میاشتې خونړیو لاریونونو وروسته شیخ حسینه استعفا وکړه او د یوې چورلکې په وسیله یې هند ته فرار وکړ.

د هغې له فرار وروسته د دغه هېواد د پوځ مشر واک په لاس کې واخیست او د مؤقت حکومت د جوړېدو اعلان یې وکړ.

د بنګلدیش د پوځ مشر نن د موقت حکومت د جوړولو لپاره له زده کړیالانو سره لیدلي، خو د محصلینو د احتجاجي غورځنګ مشرانو د یوه پیغام په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د موقت حکومت د مشرۍ لپاره له محمد یونس پرته بل اقدام د منلو وړ ندی.

محمد یونس اته څلویښت کلن دی او په ۲۰۶۶ کال کې یې د ګرامین په نامه د پورونو یو کوچني بانک یې په میلیونونه بنګلدېشان د فقر له کرښې څخه وژغورل.

له همدې امله یونس د نوبل جایزه ترلاسه کړه.

هغه د ګرامین بانک په جوړولو سره د بنګله دیش غریبو کورنیو ته د سل ډالرو پورونه ورکړل او په دې کار سره یې د میلیونونو بنګله دیشیانو اقتصادي وضعیت ښه کړ.

د بنګله دېش ولسمشر محمد شهاب الدین د شیخ حسینه له تېښتې وروسته د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا د خوشې کېدو امر وکړ.

ضياء پخوا هم دوه ځله لومړی وزير وه، خو په ۲۰۱۸ کال کې د مالي فساد په تور په اوولس کاله بند محکومه شو.

د بنګله دیش د ملتپال ګوند ۷۸ کلن مشر د شیخ حسینه د لومړۍ وزارت دندې پر مهال د حکومت له مهمو مخالفانو څخه و او ویل کیږي چې دا مهال د خپلې ناروغۍ له امله له زندانه بهر درملنې ته اړتیا لري.

ولسمشر شهاب الدین هم د ټولو هغو کسانو د خوشې کولو امر کړی چې د وروستیو ناکراریو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ویل کیږي چې د زده کړیالانو د لاریونونو په ترڅ کې تر دوو زرو زیات کسان نیول شوي دي.

محصلینو د دولتي دندو د طبقه بندۍ په پلان اعتراض کړی وو.

په دغه پلان کې حکومت پرېکړه کړې وه چې په سلو کې دېرش دولتي دندې به له پاکستان څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ د جګړې د قربانيانو ژوندي پاتې شويو کسانو ته ورکول کیږي.

د راپورونو له مخې د تېرې یوې میاشتې په موده کې په لاریونوالو د بریدونو په ترڅ کې شاوخوا درې سوه تنه وژل شوي.

 

ټیګونه