د ایران بهرنیو چارو سرپرست سعودي عربستان ولاړ
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په فوق العاده غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی.
د ایسنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د یوه پلاوي په مشرۍ، د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د اجرایوي کمیټې په فوق العاده غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ.
د دغه بېړنۍ غونډې د جوړیدو موخه، د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټانو د جنایتونو د دوام او دغه راز د فلسطین د اسلامي مقاومت د سیاسی دفتر د مشر شیخ اسماعیل هنیه په شهادت کې د صهیونیسټی جنایتکار رژیم د تیریو د ابعادو څیړنه ده.
دغه راز د دغه غونډې په اجنډا کې د صهیونیسټ رژیم له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت او ملي امنیت څخه د سرغړونې موضوع هم په جدي ډول بحث کیږي.
د اسلامي همکاریو د سازمان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ټینګار وروسته نن چهارشنبه په سعودي عربستان کې پیل شوه.