د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په منځنۍ اسیا کې دریم مقام خپل کړ
(last modified Thu, 08 Aug 2024 01:59:30 GMT )
Aug 08, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په منځنۍ اسیا کې دریم مقام خپل کړ

د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډلې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د مرکزي اسیا د ښځو د والیبال د ملتونو په لیګ کې دریم مقام خپل کړ.

د صد او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا د ښځو د والیبال د ملتونو لیګ وروستۍ پړاو پرون د نیپال په کتمندو ښار کې ترسره شو.

د ایران د ښځو د والیبال ملي لوبډله د درجه بندۍ په سیالیو کې له سریلانکا سره مخامخ شوه او په دې سیالیو کې یې د برونزو مډال وګاټه.

دا په وروستیو اونیو کې د والیبال د لوبډلو دریم مډال دی چې ایرانۍ لوبډلو ته ورکول کیږي.

د اګست په نهمه نېټه د ايران د ځوانانو د واليبال لوبډلې په اسيايي سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

دوهم مډال د ایران د والیبال لوبغاړو دی چې د اتلس کلنو په آسیایي سیالیو کې یې د سپینو زرو مډال وګاټه.

 

ټیګونه