چین د ملي امنیت او د دفاع په زمینه کښې د ایران ملاتړ وکړ
(last modified Tue, 13 Aug 2024 00:47:23 GMT )
Aug 13, 2024 05:17 Asia/Kabul
  • چین د ملي امنیت او د دفاع په زمینه کښې د ایران ملاتړ وکړ

رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» وویل پیکینګ د خپلې واکمنۍ ، امنیت او د ملي عزت په دفاع کښې د تهران ملاتړ کوي.

هغه د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست علي باقري کني سره په ټیلي فوني تماس کښې په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د ټرور په غندلو سره وویل دغه ترور د ایران د واکمنۍ خلاف ورزۍ ده او د سیمې ثبات ته ګواښ کوي.

د چین خارجه وزیر ټینګار وکړ د اسماعیل هنیه ټرور د غزې د اوربند د خبرو بهیر نیغ په نیغه تر اغیر لاندې وروستلی دی او د سیمې ثبات یې کمزوری کړی دی.

 

ټیګونه