د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه او نړۍ کښې یو پياوړی حکومت لري
په لندن کښې د ایران سفارت ویلي دي، په ۱۳۳۲ کال کښې د ایران د وخت د حکومت خلاف د امریکايي-برطانوي کودتا باوجود، نن ایران په سیمه او نړۍ کښې د یو پياوړي حکومت خاوند دی.
د ۱۳۳۲کال د اسد د میاشتې په اتویشتمه نیټه د شاه د ظالم رژيم د پوځ ځینو ځواکونو د امریکې او انګلستان په مرستې سره، د محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره، یوځل بیا محمدرضا پهلوي پاچاهۍ ته رسولی و.
د ۱۹۵۳ کال په اګست کښې شوې دغه کودتا چې له امله یې د ایران د هغه وخت قانوني حکومت ړنګ شو، د اسلامي انقلاب له بریا مخکښې د ایران د سیاسي تاریخ یو حساس پړاو و.
په دې لړ کښې په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون، د زمي په اتویشتمه نیټّ په ایکس کښې، ولیکل: د ایران د وخت وزیراعظم محمد مصدق د هیواد د تیلو صنعت چې زاتره د برطانیې د تیلو د شرکت ترکنټرول لاندې و، ملي اعلان کړ.
په دې وروستیو کلونو کښې د زمري د اتویشتمې په کودتا کښې د پردیو د مداخلو په هکله ځینې نوي اسناد خپاره شوي دي او حتی ځینو امریکايي چارواکي په یادې کودتا کښې د خپل هیواد او برطانیې په مستقیم رول هم داده شوي دي.