د بریتانیا د خارجه وزارت چارواکي استعفا ورکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي صهیونیسټ رژیم ته د وسلو په صادراتو باندې د بندیز له لګولو د لندن په ډډه کولو باندې اعتراض کښې استعفا ورکړه.
د ایرلینډ په پلازمینې ډوبلین کښې د بریتانیا د سفارت د ترهګرۍ ضد چارواکي «مارک اسمیت» پرون د خپلې استعفا په اعلانولو سره وویل ما ډیر د مینځني ختیځ هیوادونو ته د وسلو د صادرولو لپاره د اجازه لیکونو د صادرولو په حوزه کښې کار کاوه او زه او زما ملګري هره ورځ په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو لخوا د نړیوالو بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د ښکاره بیلګو کتونکي وو.
مارک اسمیت په خپل استعفا لیک کښې چې په انلاین بڼه یې د خپلو ملګرو لپاره خپره کړي ده لیکلي دي د اسرائیلو د کابینې او د پوځ لوړرتبه غړیو په ښکاره د فلسطینیانو د نسل کشۍ لپاره د خپلې ارادې خبره کړي ده.
هغه چې په ډوبلین کښې د بریتانیا په سفارت کښې یې د دوهم سیکرتر په توګه فعالیت کاوه وویل د فلسطین د غزې تړانګې ټول پوهنتونونه او واټونه تباه شوي دي او دغه سیمې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو مخه نیول کیږي او ملکي وګړي د پناه لپاره هیڅ ځاې نلري، د نړیوال سره صلیب په امبولانسونو ، ښوونځیو او روغتونونو باندې هره ورځ بریدونه کیږي دا ټول جنګي جنایت دی.
په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت پرون په نویو شمیرنو کښې وویل چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه پورې څلویښت زره او نهه نوي فلسطینیان شهیدان شوي او د ژوبلو کسانو شمیر هم دوه نوي زره او شپږ سوه نهو ته رسیدلی دی.