په غزې کښې د انساني کړکیچ په هکله د ملګروملتونو خبرداری:-
ملګروملتونو ته اړونده ارګانونو په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو او د انساني کړکیچ د دوام په هکله خبرداری ورکړ.
د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف ویاند «کاظم ابو خلف »د فلسطین د ماشومانو په جسمي او رواني سلامتیا باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د اغیزونو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: په غزې کښې ماشومان له جنګ څخه تر ټولو زیات تاوانونه ویني او هغوې سمدستي ملاتړ ته ضرورت لري.
د فلسطیني کډوالو لپاره د کار د پیداکولو او د مرستې د رسولو اژانس« انروا» هم په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې راپور ورکړ چې صهیونیسټ رژیم په غزې کښې د انساني سیمو محدوده د ټولې غزې تړانګې یولس فیصدو ته رسولي ده او دغه شرایط د کډوالو د اندیښنې سبب شوي دي.
دغه اژانس دغه راز وویل په غزې کښې زرګونو کورنۍ د صهیونیسټ رژیم لخوا د سیمو د خالي کولو د نویو حکمونو په صادرولو سره کډوال شوي او داسې کومه امنه سیمه نشته چې فلسطیني کډوال ورشي.
په غزې کښې د صحرايي روغتونونو مدیر «مروان الهمص »هم د روغتیا له غمیزې څخه ډک حالت ته په اشارې سره وویل: په دغه سیمه کښې ټول روغتونونه د فعالیت او د خدماتو د رسولو له څرخې څخه د وتلو په درشل کښې دي او د دغه مسلې علت هم د صهیونیسټ رژیم حملې او بمباریانې دي.
ملګروملتونو ته اړونده ارګانونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په تیرو میاشتو کښې په ځلونو په غزې کښې د انساني کړکیچ په هکله خبرداری ورکړی و او په دغه سیمه کښې د فلسطیني کورنیو حالت ته د نړیوالې ټولنې د پام کولو غوښتنه یې کړي وه کوم چې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملو په دوام سره له خپلو کورونو کډوال شوي دي او هغوې سالمو خواړو او روغتیایې امکاناتو ته هیڅ لاسرسی نلري.
د غزې تړانګې په مرکز کښې د «دیرالبلح» ښاروالۍ ویلي دي د دغه ښار د کډوالو شمیر کابو لس لکه دی او دغه سیمه د خپل مساحت په پرتله د نړۍ تر ټولو زیاتو کډوالو ته ځای ورکړی دی.
د دیرالبلح ښاروالۍ د خپل راپور په دوام کښې د دغه ښار له غمیزې څخه د ډکو حالاتو په بیانولو سره خبرداری ورکړ:صهیونیسټ نیواکګرانو د غزې په جنوب کښې د وسیدو وړ مساحت شل کلومیټرو ته کم کړی دی او دغه مسله په غزې تړانګه کښې د ګڼ شمیر خلکو د راغونډیدا سبب شوي ده کوم چې ممکنه ده د ساري د ناروغیو د خپریدا سبب شي.
په غزې کښې انساني کړکیچ د فلسطین د بې دفاع ماشومانو او د ښځو پرضد د صهیونیسټ رژیم د پوځ د منظمو جنایتونو نتیجه ده او په اوسمهاله تاریخ کښې د بې مخینې او د غیر انساني دسیسې په اجرا کښې امریکا او لویدیځ هیوادونه هم د صهیونیسټ رژيم اصلي ملاتړي او د هغه په جنایتونو کښې شریک پیژندل کیږي.
د غزې د خلکو پرضد د صهیونسیټ رژیم د جنایتونو دوام په دغه سیمه کښې د انساني کړکیچ د زیاتیدا عامل دی او د صهیونیسټ رژيم دسیسه او هدف په زوره کډه کولو ته د فلسطینیانو مجبورول او د فلسطین د ډیرو سیمو نیول دي.
د ملګروملتونو د ارګانونو راپور ښکاره کوي چې صهیونیسټ رژیم په غزې کښې په بې دفاع خلکو باندې حملو سره منظم شوي جنایتونه او نسل کشۍ کړي ده.
د فلسطین ملاتړو او خپلواکه هیوادونو هم د غزې د جنګ په وخت کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوسیه نړیوالې جنایي محکمې ته وړاندې کړي ده او د اسرائیلو رژیم مشران په نسل کشۍ او د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو تر پښو لاندې کولو تورن شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم مشران او د هغوې امریکايي او لویدیځ ملاتړي عمومي افکارو ته ځواب ورکولو ته مجبوره دي او د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو د فلسطین د ملاتړو او د مدني فعالانو بیزارۍ او کرکه به سبب شي چې په غزې تړانګه کښې د جنایتکارانو او د نسل کشۍ د عاملانو دوسیه به د دوې د اصلي عواملو تر سزا کیدا پورې په جدیت سره تعقیب شي.