د یمن ځواکونه به هم زر په اسرائیلو باندې بریدونه وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ په الحدیده ښار باندې د صهیونیسټ د نسل وژونکي رژیم تیري ته د یمن د وسله والو ځواکونو حمله هم په لاره کښې ده.
د یمن انصار الله غورځنګ په یوې بیانیې کښې په بیروت باندې د صهیونیسټ د جعلي رژیم په هوايي حملې کښې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د یوه قومندان شهید« فواد شکر» ټرور ته د حزب الله د ځواب په هکله حزب الله غورځنګ او د هغه مشر سید حسن نصر الله ته د مبارکۍ په ورکولو سره وویل مونږ بیا ټینګار کوو چې په الحدیده ښار باندې د صهیونیسټ د نسل وژونکي رژیم حملې ته د یمن ځواب په پریکنده توګه په لاره کښې دی او ورځې ، شپې او میدانونه دغه چاره ثابتوي.
د یمن انصار الله غورځنګ ټینګار وکړ نیواکګر صهیونیسټ رژيم ته د ځواب د ورکولو لپاره د ټولو عملیاتو او انتخابونو ملاتړ کوو.
د یمن د انصار الله غورځنګ دغه بیانیه له دې وروسته خپره شوه چې د لبنان حزب الله غورځنګ پرون وویل چې د دغه غورځنګ د نامتو قومندان شهید فواد شکر ټرور ته د خپل ځواب لومړۍ مرحله یعني په اسرائیلو باندې بریدونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
حزب الله غورځنګ وویل چې په درې سوه شلو توغندیو او کاتیوشا راکټونو سره یې د اسرائیلو د وسپنیز ګنبد د سیسټم په شمول د صهیونیست رژیم په مرکزونو باندې حملې کړي دي.