د اسرائیلو په وړاندې د سوریې دریځ ثابت دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د خپل هیواد له ډيپلوماټانو او سفیرانو سره په کتنه کښې ټينګار وکړ د صهیونیسټ رژيم په وړاندې د دمشق د اسرائیلو ضد دریځ به هماغه راز ثابت پاتې شي.
بشار اسد د سوریې د خارجه وزارت له کارکونکو ، د ډیپلوماټیکو نمایندګیو له مشرانو او سفیرانو سره په یوې غونډې کښې له عربو او د سیمې له هیوادونو سره په اړیکو او دغه راز خپلو نړیوالو اړیکو کښې د دمشق د خارجي سیاست په ثابتو اصولو ټینګار وکړ او ویې ویل سوریه تل د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې د فلسطین د ملت ملاتړ کوي.
د سوریې ولسمشر بشار اسد په دوام کښې د اسلامي او د اسرائیلي جګړې د مسلې په وړاندې د دمشق ثابت دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل د طوفان الاقصی عملیاتو ته کتنه باید د فلسطین د مسلې په چوکاټ کښې وي نه یوازې د یوې ناڅاپه میدانې په توګه او دا په داسې حال کښې دي چې امریکا او د هغې لویدیځې ملاتړي هیوادونه کوشش کوي طوفان الاقصی عملیات د اوسنیو تاوتریخوالو اصلي عامل وښيي.