د نتانیاهو پر وړاندې 700 زره صهیونیسټانو په لاریون لاس پورې کړی
د تیرې شپې په مظاهرو کې د صهیونیسټي رژیم د پارلمان د غړو په ګډون څه دپاسه اوه سوه زره صهیونیسټانو د صهیونیسټی رژیم د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې.
اسرائیلي رسنیو اعلان کړی، چې تېره شپه په ټول اسرائیل کې له ۷۰۰ زره مظاهره کوونکو څخه نیم میلیون کسان په تل ابیب کې راټول شوي وو.
لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې "نتانیاهو بندیان وژني".
د غاصب صهیونیسټي رژیم پولیسو اعلان وکړ چې په تل ابیب کې یې ۲۹ مظاهره کوونکي نیولي دي.
د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد په مظاهرو کې، د دغه رژیم د پارلمان یوه غړې نعمه لازیمي د هغو غږیزو بمونو د چاودنې له امله چې پولیسو په ایالون ښار کې پر مظاهره کوونکو ویشتلو، ټپي شوه.
مظاهره چیانو ژمنه کړې چې په غزه کې د اسیرانو له کورنیو سره د پیوستون او د نتانیاهو له لورې د موافقې د نه عملي کېدو په اعتراض کې به په اسرائیلو کې عمومي اعتصاب وکړي.
په اعتصاب کې ښوونځي، پوهنتونونه، د بین ګوریون هوايي ډګر، عامه ترانسپورت او د اقتصاد پراخې برخې شاملې دي.
د صهیونیسټي اسیرانو کورنۍ په دې باور دي چې د نتانیاهو پریکړې د اوربند او د اسیرانو د خلاصون لاره تړلې ده.