ایران د اوربند لپاره د فلسطینیانو له خوا د منل شوې موافقې هرکلی وکړ
(last modified Mon, 02 Sep 2024 11:33:59 GMT )
Sep 02, 2024 16:03 Asia/Kabul
  • ایران د اوربند لپاره د فلسطینیانو له خوا د منل شوې موافقې هرکلی وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بلغاریا له بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې د فلسطینیانو او حماس له خوا د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د هرډول موافقې هرکلی وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د بلغاریا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان کوندوف سره په ټلفوني خبرو کې، د غزې ناسم حالت او په دغه سیمه کې د فلسطینیانو د بشري مرستو سختې اړتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران له هر ډول موافقې څخه چې فلسطینیانو او حماس ته د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د منلو وي او غزې ته د بشردوستانه مرستو د لیږلو لپاره زمینه برابروي ملاتړ کوي.

عراقچي همدارنګه د بلغاریا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ایوان کوندوف د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د تهران هیله یې څرګنده کړه چې سیاسي خبرو اترو ته دوام ورکړي او له دغه هېواد سره په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې ملګرتیاوې پراخې کړي.

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ټلفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د اجنډا په چوکاټ کې د مسائلو د پرمختګ او له ایران سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره د بلغاریا چمتووالی اعلان کړ.

د ایران او بلغاریا د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه په دې ټلفوني خبرو کې د یو شمېر قونسلي مسلو په هکله هم سلامشورې او نظرونه تبادله کړل.

ټیګونه