پر لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو حملو کې ۲۹ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
(last modified Tue, 03 Sep 2024 01:52:41 GMT )
Sep 03, 2024 06:22 Asia/Kabul
  • پر لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم په وروستیو حملو کې ۲۹ فلسطینیان په شهادت رسېدلي

د فلسطین د روغتیا وزارت پې لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم د وروستیو حملو په نتیجه کې د ۲۹ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.

د الجزیرې د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو د بریدونو له پیل راهیسې تراوسه ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د بیانیې له مخې، په ټولیزه توګه د دغو ۲۹ شهیدانو له جملې څخه ۱۸ شهیدان د جنین له اوسېدونکو، ۴ شهیدان د طوباس له ښار، ۴ شهیدان د طولکرم اوسېدونکي او ۳ شهیدان د الخلیل اوسېدونکي دي. همدارنګه پر لوېدیځې غاړې د صهیونیسټي رژیم د وروستیو حملو په شهیدانو کې د ۵ ماشومانو او دوو بوډاګانو نومونه هم لیدل کېږي.

دا بیانیه په داسې حال کې صادرېږي چې د لوېدیځې غاړې په «جنین» سیمه کې د فلسطیني مقاومت د مبارزانو او د صهیونیسټي پوځیانو تر منځ نښتې دوام لري.

ټیګونه