روسیې د تهران او مسکو ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند د بشپړولو پر اړتیا ټینګار کړی
(last modified Tue, 03 Sep 2024 01:59:00 GMT )
Sep 03, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • روسیې د تهران او مسکو ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند د بشپړولو پر اړتیا ټینګار کړی

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د اعلان له مخې، د دغه هېواد او ایران ترمنځ د هراړخیزو همکاریو هوکړه لیک به ډېر ژر بشپړ شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وويل: روسيه او ايران به ډېر ژر خپل ترمنځ د هراړخيز همکاريو تړون بشپړ کړي.

د ایران او روسیې ترمنځ د هراړخیزې شل کلنې همکارۍ د موافقې د لاسلیکولو کار په تېر ډسمبر کې مسکو ته د شهید سید ابراهیم رئیسي د سفر او له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د کتنې په ترڅ کې اعلان شو.

دغه تړون د پوځي همکاریو په ګډون بېلابېلې برخې لري.

د جون په میاشت کې ځینو رسنیو د دې همکارۍ د ځنډولو ادعا کړې وه، کله چې د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف سمدستي اعلان وکړ چې مسکو او تهران لاهم د دوه اړخیزو هراړخیزو همکارۍ تړون تعقیبوي.

ايران او روسيه په دوه اړخيزو برخو په تېره بيا د اقتصادي، پوځي او امنيتي اړيكو او همدارنګه په سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو لكه د امريكا له يو اړخيزتوب سره د مقابلې په چارو كې ستراتيژيكي ګټې لري او دا په وروستيو كلونو كې د دواړو خواوو د نږدې ملګرتيا يو له اصلي عواملو څخه و.

ټیګونه