د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه د پوتین پر سفرونو اغېز نه لري
Sep 04, 2024 17:30 Asia/Kabul
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پسکوف خبرایالانو ته ویلي، چې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه به د نوموړي او د هغو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې نه کړي، چې روسیې سره یې ګتې شریکې دي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته ترهغې کړې، چې د جرمونو نړیوالې محکمې غړي هېواد منګولیا کې د پوتین د نیولو پر ځای هغه ته ځانګړي تدابیر نیول شوي وو.
تر دغه سفر وړاندې اوکراین په منګولیا کې د جرمونو نړیوالې محکمې د پرېکړې سره سم د پوتین د نیولو غوښتنه کړې وه، خو د کېیف د تمې خلاف منګولیا کې د پوتین لپاره د درناوي ځانګړي مراسم نیولي وو.
د جرمونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله د پوتین د نیولو امر ورکړی دی.