په لوېدیځه غاړه کې د نیواکګر رژیم د پوځ جنایتونه اوس هم دوام لري
د غزې تړانګې او د لوېدیځې غاړې پر مختلفو سیمو د صهیونیسټي پوځیانو حملې نن هم دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې، ملګرو ملتونو یو ځل بیا په غزې تړانګه کې د اوربند پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
صهیونیسټي پوځیانو نن سهار هم په لوېدیځه غاړه کې پر ځینو سیمو حملې وکړې.
د صهیونیسټي نیواکګر پوځ نن سهار د لوېدیځې غاړې په طوباس ښار کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یو موټر په نښه کړ، چې له امله یې شپږ فلسطینیان شهیدان شول. په عین حال کې د نیواکګرو په لاس د شپږو فلسطینیانو له شهادت وروسته، په طوباس کې فلسطینیانو په اعتصاب لاس پورې کړ.
په غزې تړانګه کې هم نن د غزې پر مختلفو سیمو د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو حملې دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمېر له ۴۰ زره او ۸۰۰ څخه اوښتی دی.
له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده. دغه سازمان وايي، د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کې په غیر قانوني توګه کرنیزې ځمکې، ملکي ودانۍ او ګڼې سیمې ویجاړې کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د سپوږمکۍ د انځورونو تجزیه او تحلیل، په غزه کې له سیسټماټیک ویجاړولو سره سم، چلند او نمونه ښیي.
تر دې مخکې، آنروا اعلان کړی وو چې په غزې تړانګه کې د ویجاړۍ اندازه د بیان وړ نه ده او په غزه کې نیمايي ودانۍ ویجاړې شوې دي. د آنروا د راپور له مخې، په غزې تړانګه کې د خاورو او کثافاتو ایستل، ممکن کلونه وخت ونیسي.
له بلې خوا په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګولو هڅې بې نتیجې پاتې دي. حماس نن د پنجشنبې په سهار په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هدف، د اوربند د موافقې د لاسته راوړنو ماتول دي. د حماس په بیانیه کې راغلي چې دا ډله نویو وړاندیزونو ته اړتیا نه لري او هغه څه چې اوس ورته اړتیا ده، د نتانیاهو او د هغه پر کابینې فشار دی.
د حماس د غورځنګ پوځي څانګې القسام هم د چهارشنبې په شپه په یوه نوي پیغام کې صهیونیسټانو ته په خطاب کې اعلان وکړ، چې وخت په ختمېدو دی.
تېره شپه هم د امنیت شورا په غونډه کې په غزې تړانګه کې د سمدستي اوربند پر اړتیا ټینګار شوی دی. د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډي کارلو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي: "موږ سمدستي اوربند، سمدستي آزادۍ او د ټولو پاتې یرغملو سمدستي او غیر مشروط خوشې کولو، او غزې ته د بشري مرستو زیاتوالي ته اړتیا لرو."
په ورته وخت کې؛ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو د دفتر استازي هم په دغه کتنه کې د غزې د اوسېدونکو د حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې د غزې ۹۶ سلنه اوسېدونکي د خوراکي توکو له سخت کمښت او نږدې نیم میلیون کسان هم له سخت ناورین سره مخامخ دي.