د امریکا جاسوسۍ ادارې روسیې ته د ایران د توغندیو ورکول تائید نکړل
(last modified Sun, 08 Sep 2024 00:07:54 GMT )
Sep 08, 2024 04:37 Asia/Kabul
  • د امریکا جاسوسۍ ادارې روسیې ته د ایران د توغندیو ورکول تائید نکړل

ایرنا خبري اژانس د ګارډین ورځپاڼې په قول راپور راکړ د امریکا د جاسوسۍ ادارې مشر« ویلیم برنز» له ایران څخه روسیې ته د بلاسټیک توغندیو استول تائید نکړل.

د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای مشر ویلیم برنز چې بریتانیا ته تللی دی د لومړي ځل لپاره د انګلستان د جاسوسۍ ادارې ایم ايي سیکس له مشر ریچارډ مور سره یوځاې په لندن کښې په یوې ګډې غونډې کښې د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې ادعا وکړه چې ایران روسیې ته د بلاسټیک توغندیو په استولو باندې د غور کولو په حال کښې دی خو هغه د تهران لخوا روسیې ته د توغندیو استول تائید نکړل.

هغه روسیې ته د بلاسټیک توغندیو د استولو لپاره د ایران په احتمالي فیصلې باندې اندیښنه څرګنده کړه.

ویلم برنز وویل که چیرې ایران روسېې ته بلاسټیک توغندي استولي وي نو دغه اقدام به د دواړو هیوادونو د دفاعي  ملګرتیا د ماهیت د پیاوړي کیدا سبب شي.

د امریکا د جاسوسۍ ادارې مشر ویلیم برنز دغه راز ادعا وکړه چې تهران تراوسه په کم اغیز سره یوازې روسیې ته بې پایلوټه الوتکي استولي دي.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ روسیې ته د بلاسټیک توغندیو د استولو په هکله د ادعا وړ راپورونو ته په غبرګون کښې وویل د اوکراین د جنګ په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ نه دی بدل شوی.

د ایران نمایندګۍ وویل ایران د جنګ لورو ته د پوځي مرستې استول چې د انساناني او د بیخ بنایي تاوانونو او دغه راز د اوربند له خبرو اترو د واټن د اخیستلو سبب کیږي غیر انساني چاره ګڼي پر دې اساس تهران نه یوازې په خپله چا ته وسلې نه استوي بلکې نور هیوادونه هم په جنګونو کښې ښکیلو لورو ته د وسلو نه استولو ته وربولي.

د امریکا سي این ټیلي ويژن او وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په تیرې جمعې ورځې د ناپيژاندو سرچینو په قول په یوه راپور کښې ادعا وکړه ایران لنډ واټنه بلاسټیک توغندي روسیې ته ورکړي دي.

 

ټیګونه