امریکا د غزې تړانګې د اوربند لپاره پلان وړاندې کوي
(last modified Sun, 08 Sep 2024 00:36:18 GMT )
Sep 08, 2024 05:06 Asia/Kabul
  • امریکا د غزې تړانګې د اوربند لپاره پلان وړاندې کوي

ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول وویل د صهیونیسټ رژيم «کان» چینل د ځینو سرچینو په قول وویل د امریکا حکومت به سبا یا راتلونکو څو ورځو کښې په غزې تړانګه کښې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره خپل نهايي پلان وړاندې کړي.

دغو سرچینو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي دغه پلان چې هغه یې اخري فرصت بللی دی د فلسطین  حماس غورځنګ او د صهیونیسټ رژيم چې په سر کښې یې د فیلاډلفیا چورلیز دی د ټولو اختلافي ټکو تضمین ورکونکی دی.

په همدې لړ کښې د صهیونیسټ رژيم د راډیو او د تیلي ويژن ادارې د ځینو سرچینو په قول  ټینګار وکړ د امریکا حکومت هیله من دی لږ تر لږه له رسندوي نظره موافقې ته ورسیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم د مرکچي ډلې لوړرتبه چارواکو ویلي دي چې د امریکا وړاندیزي پلان له بندون  سره مخامخ دی او مونږ د خبرو اترو د ماتي خوړلو په هکله اندیښمن یوو.

د اسرائیلو چارواکو ټینګار وکړ چې مونږ د خبرو اترو ماتي خوړلو ته نږدې شوي وو او  تراوسه د امریکا پلان نه دی وړاندی شوی.

بل خبر دا چې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد په نیواکي ټاټوبو کښې د بیګا شپې مظاهرې تاوتریخجنې شوې او پولیسو په  اعتراض کونکو باندې یرغل وکړ.

معاریو ورځپاڼې وویل پولیسو په دغو مظاهرو کښې ځینې ګډون کونکي ونیول او پولیسو ځینې مظاهره چیان ژوبل کړي هم دي.

غزه کې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه دوام لري 

 

 

ټیګونه