د ایران د الوتکو په شرکت بندیز د لویدیځ اقتصادي ترهګرۍ ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني» د انګلستان ، د فرانسې او د جرمني د خارجه وزیرانو ګډه بیانیه چې ایران ته د هوايي خدماتو د وړاندې کولو د دوه اړخیزه تړونونو په لغو کولو څارنه کوي د ایران د خلکو پرضد د لویدیځو هیوادونو اقتصادي ترهګرۍ وبلله.
د امریکا خارجه وزارت «ایران ایر» هوايي شرکت د اوکراین پرضد په جنګ کښې د کارولو لپاره روسیې ته د ایران د توغندیو د استولو د ادعا په پلمه د ایران پرضد د بایکاټونو د سختولو په دوام کښې بایکاټ کړ.
په همدې زمینه کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اوکراین د جنګ په زمینه کښې د لاسوهنې د ادعا په پلمه د ایران ایر هوايي شرکت او د ایران اسلامي جمهوریت ته د هوايي خدماتو د وړاندې کولو د تړونونو د لغو کولو لپاره د بریتانیا ، د فرانسې او د جرمني د خارجه وزیرانو نادوده بیانیه په کلکه وغندله.
هغه وویل د دغو دریو اروپايي هیوادونو بیانیه د لویدیځو هیوادونو د غلیمانه سیاست دوام او د ایران د خلکو پرضد د اقتصادي ترهګرۍ اعمالول دي کوم به چې د ایران د اسلامي جمهوریت له متناسب او متناظر اقدام سره مخامخ شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د اوکراین د شخړې په هکله د ایران په اعلان شوي او شفاف دریځ باندې بیا ټینګار سره وویل هماغه ډول چې مخکې مو ټینګار کړی د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا روسیې ته د بلاسټیک توغندیو د ورکولو په هکله هر ډول ادعا بې اساسه او دروغ ده.
هغه وویل امریکا او درې اروپايي هیوادونه فرانسه ، جرمني او انګلستان په خپله د صهیونیسټ رژيم لپاره د وسلو د استولو اصلي سرچینه او په غزې کښې د فلسطین د خلکو پرضد په پراخې وژلې او نسل کشۍ کښې شریک دي او باید د خپلو غلطو سیاستونو ځواب ورکړي.