د خدای ګران رسول، د وحدت او یووالي سرچینه (د یووالي اونۍ ځانګړی مطلب دویمه برخه)
(last modified Wed, 11 Sep 2024 09:15:05 GMT )
Sep 11, 2024 13:45 Asia/Kabul
  • د خدای ګران رسول، د وحدت او یووالي سرچینه (د یووالي اونۍ ځانګړی مطلب دویمه برخه)

یووالی او ورورولي یو له هغو ښایسته کلمو څخه دی، چې د نور او رحمت پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) مسلمانانو ته ډالی کړی دی. کله چې د خدای رسول د مکې له مسلمانانو سره یوځای مدينې ته ننوت، د لومړي ځل لپاره د اسلامي ټولنې په فضا کې د يووالي غږ پورته شو. د حکومت له جوړېدو وروسته رسول الله (ص)، مهاجرين او انصار د ورورولۍ او اخوت تړون ته راوبلل.

د اسلام د ژغورونکي مکتب بنسټګر، د رحمت او عزت پیغمبر، خپل دعوت د توحید په شعار سره پیل کړ او په اسلامي ټولنه کې یې د یووالي د رامنځته کولو او ساتلو لپاره ډېرې هڅې وکړې. د رسول الله (ص) خبرې نه یوازې دا چې یووالي راوړونکې او همغږي کوونکې وې، بلکې د هغوی ښوونیز چلند هم یووالی او ورورولي ټینګوله. د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د میلاد او د یووالي د اونۍ په مناسبت، د هغوی ژوند او چلند ته اشاره کوو، ترڅو د یووالي او د همغږۍ د پیاوړتیا په لاره کې، د ښېګڼو د پیغمبر تابع و اوسو.

مدینې ته د مسلمانانو له هجرت څخه څو میاشتې نه وې تېرې شوې، چې یوه ورځ حضرت رسول خپلو اصحابو ته وفرمایل: د خدای په لاره کې له یو بل سره وروڼه شئ.

د مهاجرينو او انصارو تر منځ دا ورورګلوي له دې امله رامنځته شوه، چې د مکې هر مسلمان د مدينې له مسلمان سره د ورورۍ تړون وکړ او بالاخره رسول الله (ص) هم د خپل ځان او علي (ع) تر منځ ورورګلوي رامنځته کړه. د ورورولۍ د دې تړون له مخې، دوی کولای شول چې د یو بل له مالي سرچینو څخه ګټه پورته کړي او حتی د یو بل په میراث کې شریک وو. البته دا حکم موقتي وو، تر څو مسلمانان د یوبل ترڅنګ پياوړي شي او د اسلامي حکومت نوی راژوندی شوی نیالګی پياوړي کړي.

د ورورولۍ تړون د رسول الله (ص) په حکومت کې یو له لومړنیو ګامونو څخه وو. رسول الله مبارک چې له یوې خوا د جهالت رېښې او ناروا عادتونه له منځه وړل او له بلې خوا یې د هغه ناخوالو پرځای، الهي احکام، بېلګې او الهي ارزښتونه جوړول، د اسلامي حکومت د پیاوړتیا لپاره یې اړتیا درلوده. دغه اخوت د دې ترڅنګ چې د مسلمانانو وحدت زياتوالو، د کلتوري او ټولنيزو بدلونونو د بهير په ګړندي کولو او د تعصباتو او جاهلانه چلندونو پر ځای د اسلامي ارزښتونو په ځاى پرځای کولو کې مرسته کوله.

د دې موخې په رڼا کې، قرآني تعلیمات پراخ شول، کلتوري اصلاحات او د مسلمانانو په عقایدو کې بنسټیز بدلونونه راغلل.

حضرت محمد مصطفی (ص) هغه وروستنی الهي پیغمبر وو چې له ځان څخه مخکې دینونه یې بشپړ کړل او بشریت ته یې یو جامع دین وړاندې کړ، هغه نه یوازې د حق لارې ته رابلونکی او ویونکی وو، بلکې د هغه سیرت او چلند هم د یوه بشپړ انسان په څېر وو. هغوی په خپلو لارښوونکو الفاظو کې، د مسلمانانو د ورورولۍ او اتحاد درناوی کولو او مسلمانانو ته یې د مهربانۍ او ورورګلوۍ بلنه ورکوله. رسول الله مبارک له تفرقې څخه په کلکه منعه وکړه، تر څو وحدت ورځ په ورځ زيات شي.

یو له دغو ناوړه چلندونو څخه، سپکې خبرې او جنجال وو. حضرت محمد مصطفی (ص) بد رد ویل په عمل کې کفر او سپکې سپورې ویل فسق وبللو. رسول الله (ص) حتی یو بل ته تریخ او خواشینوونکی نظر هم یو بد چلند ګڼلی دی، ځکه چې دا د خپګان لامل کېږي. هغوی بغض، حسد او غیبت یې د مسلمانانو په صفونو کې تفرقه اچوونکي ګڼل او هغوی یې له دې سترو ګناهونو څخه په کلکه منع کول؛ د دې په بدل کې، د يو بل پر تېروتنو سترګې پټول، يو بل په سمه لاره هڅول او مودت او مهربانۍ د ډېرو مسلمانانو د مينې او يووالي لامل بیانولو.

په دې اړه رسول الله (ص) فرمایلي دي: هرڅوک چې خپل ورور ته په مهربانۍ سره وګوري او په زړه کې یې کینه نه وي، خدای هم د هغه تېر ګناهونه بخښي.

یوه ورځ رسول الله مبارک خپل کورته ورننوت او صحابه کرام د هغه خوا ته راغلل، د صحابه وو شمېر زیات وو او کوټه ډکه شوې وه. په دې وخت کې یو مسلمان دننه شو، خو د ناستې ځای یې پیدا نه کړ او دروازې ته نږدې کښېناست.

د خدای رسول خپل څادر واخیست او هغه ته یې ورکړ او ویې فرمایل: دا څادر تر ځان لاندې واچوه. هغه سړي څادر واخیست، په خپل مخ يې کېښود او په ښکلولو يې پیل وکړ. په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې تویېدې؛ بيا يې هغه ښکته کړ او رسول الله ته يې مخ واړوه او ويې ويل: زه هېڅکله ستا پر جامو نه کښېنم. خدای دې ستا عزت وکړي، لکه څنګه چې تا زما عزت وکړ.»

رسول الله (ص) خپل ښي او چپ لوري ته وکتل او ویې فرمایل: هرکله چې تاسو ته کوم عزتمند سړی راغی، نو د هغه عزت وکړئ او همدارنګه، هر هغه څوک چې له پخوا څخه پر تاسو حق لري، د هغه هم درناوی وکړئ."

حضرت محمد مصطفی (ص) پخپله په خبرو او عمل کې د مسلمانانو غوره مثال وو.

توحید د خدای له حکمونو څخه دی، چې په قرآن کریم کې څو ځله ذکر شوی دی. د آل عمران سورت په ۱۰۵ آيت کې راغلي: «ولاتکونوا کالذین تفرقوا واختلفوا...، د هغو کسانو په څېر مه اوسئ چې له يو بل څخه جلا شول او د دوی تر منځ اختلاف راغی...»

د دې آيت له مخې، بېلتون او جدايي د اختلافاتو رامنځته کوونکی دى، نو له دې امله، مسلمانان بايد تل له يو بل سره سالمي او د ورورګلوۍ اړيكې ولري.

یو له مهمو دیني مرکزونو څخه چې د تعامل، ورورولۍ او پیوستون ځای دی، جوماتونه یا هماغه د خدای کورونه دي. په مدينه کې د اسلامي حکومت له جوړېدو وروسته د اسلام ګران پېغمبر (ص)، د جومات جوړول د خپلو لومړيو کارونو څخه وبلل.

جومات په ورځ کې له درېیو څخه تر پنځو پورې د مسلمانانو د راټولېدنې ځای دی. د اسلام په پیل کې، جومات نه یوازې د عبادت ځای وو، بلکې د مسلمانانو د راټولېدو ځای، د بیت المال او خزانې ځای، د بیړنیو حالاتو او جګړې په وخت کې د خلکو د پناه ځای، د جزا د صادرولو ځای، د قانون جوړونې ځای، او د ډېری نورو شیان ځای وو او دې ټولو مواردو،  د خلکو په یووالي، خواخوږۍ او همغږۍ کې رغنده رول درلوده.

په زړه پورې خبره دا ده چې د جومات د جوړولو په وخت کې هم یووالی، همغږي او د خلکو عمومي ګډون څرګندېده او ښکلې شېبې جوړېدې. مسلمانانو په ګډه د ودانیزو توکو په جوړولو او برابرولو کې برخه اخیسته، حتی رسول الله (ص) هم د نورو مسلمانانو په څېر له شاوخوا څخه ډبرې راوړې. د جومات لپاره د کار کولو په وخت کې، پیغمبر پخپله او ټولو مسلمانانو یو شعار تکرارولو، چې د یووالي او اتفاق پیاوړي کوونکی وو، او ویل یې: "حقیقي ژوند هماغه د آخرت ژوند دی. اې ربه! پر انصارو او مهاجرینو رحم وکړه.

خو کله چې منافقان د "ضرار" جومات جوړول پیلوي، تر څو د مسلمانان ترمنځ تفرقه واچوي، د سورت توبه ۱۰۷ او ۱۰۸ آیتونه نازلېږي او خدای د هغه جومات د ورانولو امر کوي. په دې آيتونو كې راغلي دي: هغو كسانو چې يو جومات ترلاسه كړى چې د مؤمنانو په منځ كې د ضرر، كفر او تفرقې سبب دى، او  همدارنګه د کمین هغه ځای دی د هغه چا لپاره چې پخوا هغه له خداى او د هغه له رسول سره جګړه كړې وه، دوی سخت قسمونه کوي، چې پرته له نیکۍ موږ بل نیت نه درلود. مګر خدای شاهدي ورکوي، چې دوی یقینا دروغجن دي.

د اسلام په ټول تاریخ کې داسې شواهد شته چې د مسلمانانو د صفونو د وېشلو په مخنیوي کې، د رسول الله (ص) رول ښیي. هو، د اسلام ګران پیغمبر په الهي لارښوونو او نبوي حکمت سره، د یووالي په لاره کې خنډونه لیرې کول.  په دیني او اسلامي طریقې سره د یوې متحدې او واحدې ټولنې په جوړولو کې د رسول الله مبارک سترې هڅې، خورا سخت او نه ستړي کېدونکی کار وو. له همدې امله، خدای تعالی د حضرت رسول (ص) د هڅو په اړه فرمايي: "بېشکه، تاسو ته ستاسو له منځ څخه یو پیغمبر راغی، چې ستاسو تکلیفونه پر هغه سخت دي او ستاسو پر هدایت ټینګار کوي؛ او پر مؤمنانو رئوف او مهربانه دی!" (توبه/۱۲۸)

ژباړه: زماني

ټیګونه