په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم بریدونه هماغه راز دوام لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د تیریو په درې سوه دوه څلویښتمې ورځې نیواکګرو پوځیانو د غزې په بیلابیلو سیمو باندې بریدونه وکړل.
فلسطیني سرچینو وویل نن د غزې ښار په الزیتون محله کښې د الشمعه جومات په جنوب کښې په یوه کور باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په بمباریو کښې د دوو ماشومانو په شمول کابوپینځه کسان شهیدان شول.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز کښې د البریج کیمپ په شمال او د رفح ښار په شمال لویدیځ کښې په الشاکوش سیمې او د غزې تړانګې په جنوب باندې بریدونه وکړل.
د غزې په شمال کښې د جبالیا کیمپ په شمال باندې بمباریو کښې هم درې کسان شهیدان شول.
صهیونیسټ نیواکګرو دغه راز د غزې تړانګې په مرکز کښې د البریج کیمپ د شمال په هستوګنه ودانیو هم بمبارې وکړې.
د فلسطین د روغتیا وزارت وویل په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو د شهیدانو شمیر یوڅلویښت زره او څلور اتیا او د ژوبلو شمیر هم پینځه اتیا زره او نهویشت تنو ته رسیدلی دی.
صهیونیسټ پوځیانو نن د اردن سیند د لویدیځې غاړې په ځینو سیمو یرغل وکړ او د مقاومت مبارزانو ورسره مقابله وکړه.
دغه راز پرون هم په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په حملو کښې د ملګروملتونو د انروا اژانس شپږ کارکونکي هغه وخت ووژل شول کله چې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو په یوه ښوونځي برید وکړ.