د امریکا خزانې وزارت پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت د واشنګټن له ناکامې تګلارې سره سم، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د دروغو ادعاوو له مخې پر ۱۲ ایرانیانو بندیزونه ولګول.
د ایرنا د خبر له مخې، د امریکا د خزانې وزارت په سیمه ایز وخت د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې ادعا وکړه: د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر، ۱۲ کسان د ایران د خلکو په خلاف د تاوتریخوالي په تور د خپلو پولو دننه او بهر تحریموي.
د امریکا د خزانې وزارت د خپلو ادعاو په دوام کې زیاته کړه: دغه بندیزونه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران غړي، د ایران د زندانونو ادارې چارواکي او له ایرانه بهر د وژونکو عملیاتو مسئولان په نښه کوي.
دا بندیز پرون چهارشنبه د کاناډا او آسټرالیا په همغږۍ سره ترسره شوي دي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې په ورځ ومنله چې واشنګټن د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې د دوه ګوني سیاستونو، فشارونو او ډیپلوماسۍ په تعقیب سره، پر تهران تر ۵۰۰ زیات بندیزونه لګولي دي.