په غزه کې پر دوو ښوونځيو د اسرائیلو په بمبارۍ کې د ۱۳ کسانو شهادت
د الجزیرې خبري چینل د خبر له مخې د غزې په ختیځ کې د الشجاعیه په ګاونډ کې چې د فلسطیني کډوالو د اوسېدو ځای وو د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي برید کې اته تنه شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
صهیونیسټي پوځیانو پرون ماښام هم د غزې په سویل ختیځ کې د الزیتون په سیمه کې د «شهدای زیتون» ښوونځی بمبار کړ چې له امهل یې پنځه تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
په دې ښوونځي کې یو زیات شمېر فلسطینیان مېشت وو.
د فلسطین د روغتیا وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له امله ۴۱ زره او ۲۷۲ شهیدان او ۹۵ زره او ۵۵۱ ژوبل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت همدارنګه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې د جګړې له پیله تراوسه ۷۱۰ ماشومان چې له یو کال څخه کم عمر لري په شهادت رسېدلي او په شهیدانو کې ۱۱ زره او ۹۸۳ تنه له ۱۸ کلونو څخه کم عمره کسان دي.