په لبنان کې د ایران سفارت په بیروت کې د صهیونیسټي رژیم برید وغانده
په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون (جمعه) د بیروت په سویل په ضاحیه سیمه کې د صهیونیسټي رژیم هوایي برید وغانده.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې بیانیې کې اعلان وکړ: د صهیونیسټي رژيم لیونتوب او وحشي توب چې د بیروت په جنوب کې د استوګنې سیمو په نښه کولو سره له حده تېر شوی، غندي او ټینګار کوي چې دغه ترهګریز جنایتونه د لبنانیانو او د مقاومت جبهې هوډ او اراده به کمزورې نه کړي.
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د جمعې په ورځ د بیروت په سویل په ضاحیه سیمه کې په هوایي برید سره لږ تر لږه ۱۱ لبنانیان شهیدان او ۶۶ نور یې ژوبل کړل چې د ودانیو خرابیو ته په کتو، د شهیدانو او ټپیانو د شمېر زیاتېدو احتمال شته.
صهیونیسټي رژیم په لبنان کې د تیرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې په ترهګرو عملیاتو کې د زرګونه پیجر دستګاوو، بېسیم وسیلو او ارتباطي سیسټمونو په چولو سره، لږترلږه ۳۲ لبنانیان شهیدان او څه دپاسه درې زره نور یې ژوبل کړل.
د نړۍ ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په لبنان کې وروستۍ چاودنې غندلې او په سیمه کې یې د تاوتریخوالو د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.