ایران حق لري چې د صهیونیسټي رژیم د تروریستي اقدام پر وړاندې د هنیه د ترور غچ واخلي
د ایران د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو چارو مرستیال وویل چې ایران په خپل مناسب وخت کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر د مشر د ترور په اړه د صهیونیسټي رژیم د ترهګریز اقدام پر وړاندې د غچ اخیستو حق لري.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د ولسمشر د ستراتېژیکو چارو مرستیال«محمد جواد ظریف» له امریکایيNBC) ) چینل سره په مرکه کې، په تهران کې د شهید اسماعیل هنیه په ترور او شهادت کې د صهیونیسټي رژیم ترهګریزې کړنې ته په اشارې سره وویل: په تهران کې وویل چې ایران حق لري هر وخت چې وغواړي، هغه څه چې هغه د دې عمل په ترڅ کې د ایران "د حاکمیت ښکاره سرغړونه" بللي، د دې ترهګریز اقدام غچ واخلي.
د ایران د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو مرستیال څرګنده کړه چې د شهید هنیه له ترور وروسته، نړیوالې ټولنې له ایران څخه وغوښتل چې د غزې جګړې د پایته رسولو لپاره له زغمه کار واخلي، خو د اوربند د هوکړې ژمنه هېڅکله هم پوره نه شوه.
جواد ظریف د دې خبرې په بیان سره چې د ایران حکومت د غزې د جنګ د ختمولو لپاره له نورو هېوادونو سره ملګرتیا ته چمتو دی، څرګنده کړه چې ایران د خپلو او د نورو هېوادونو د اتباعو لپاره د یوې آرامې او باثباته نړۍ په لور د تګ غوښتونکی دی؛ ایران د جګړې په لټه کې نه دی، خو له ځانه به دفاع کوي.