د تهران او مسکو ترمنځ همکاري د سیمې د پرمختګ او اقتصادي ودې په چوکاټ کې ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د ګازو د ټرانزیټ په مرکز د ایران بدلولو لپاره موافقه، د دواړو لورو د ګټو د تامین لپاره د تهران او مسکو د ګډو ملګرتیاوو یوه غوره بېلګه وبلله.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د دوشنبې په ورځ د روسیې له لومړي وزیر میخایل میشوتسین سره په کتنه کې وویل، که د ایران او روسیې تر منځ مهمې ګډې پروژې د تطبیق پړاو ته ورسېږي، نو د دواړو هېوادونو لپاره له ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې په ډګر کې به ستر ظرفیتونه رامنځته کړي.
پزشکیان همدارنګه سیمه ایزه همکاري د امریکا له یو اړخیزتوب سره د مقابلې لپاره د خپلواکو هېوادونو د ځواک د زیاتولو لپاره اړین وګڼلو او زیاته یې کړه: د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او تاوتریخوالو پراخېدل چې د امریکا په مستقیم ملاتړ او په سیمه کې د امریکا د شتون د پراخولو لپاره د زمینې د برابرولو په هدف سره ترسره کېږي، د سیمې د هېوادونو او ملتونو د ګټو لپاره یو ګډ ګواښ دی.
د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوتسین هم په دې خبرې سره چې مسکو له تهران سره د اړیکو او تبادلو د پیاوړتیا او پراختیا غوښتونکی دی وویل: د تجارتي تبادلې د ښه زیاتوالي سره سره، د ایران او روسیې ترمنځ د متقابلو ګټو د برابرولو لپاره لا هم ستر ظرفیتونه شته چې مسکو یې فعالول غواړي.